د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې د کورونا لپاره ځانګړي روغتون کې اور ۲۳ تنه وژلي 


د عراق د ولسي دفاع څانګې مشر مېجر جنرال خادم بوهان ويلي دي چې په ابن الخطاب روغتون کې د سږو جدي ناروغانو څانګه کې اور لګېدلی وو.
د عراق د ولسي دفاع څانګې مشر مېجر جنرال خادم بوهان ويلي دي چې په ابن الخطاب روغتون کې د سږو جدي ناروغانو څانګه کې اور لګېدلی وو.

د عراق پلازمينه بغداد کې کووېډ-۱۹ ناورغانو لپاره ځانګړې روغتون کې د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي.

د ځايي رسنیو له خبرونو سره سم، د اکسيجن سېلېنډرو د چاوديدو په نتیجه کې په روغتون کې اور لګېدلی چې د سرچينو په وینا له ۴۰ زيات کسان پکې ژوبل شوي دي.

د عراق د ولسي دفاع څانګې مشر مېجر جنرال خادم بوهان ويلي دي چې په ابن الخطاب روغتون کې د سږو جدي ناروغانو څانګه کې اور لګېدلی وو.

اور وژونکو پر اور قابو موندلی او له روغتونه يې ناورغان اېستلي چې پکې ۴۰ زخميان هم شامل دي.

سرکاري خبري اژانس - ای این اې - د بوهان له خولې ويلي چې ۱۲۰ کسانو کې يې تر ۹۰ ژغورلي دي.

عراق د کوويډ۱۹ ناروغۍ سختي څپې سره مخامخ دی. په هغه هېواد کې هره ورځ د کورونا وايرس د مجموعي ناروغانو شمېر له اتو زرو زيات دی، چې د جهاني وبا خورېدو راهېسي تر ټولو زياته ده.

د هند په لوديځ کې هم د اپرېل پر ۲۳مه په يو روغتون کې د اور لګېدو پېښه کې د کورونا وايرس ۲۳ ناروغان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG