د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د ترهګرۍ په تور ۷ کسان نيول شوي


د افغانستان د ننګرهار د رسنیو له دفتره د اپرېل پر ۲۱مه خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې د ملي امنیت ځواکونو په تېره یوه اوونۍکې د بېلابېلو ترهګریزو بریدونو او جنایي پېښو په تړاو اووه تنه نیولي دي.

خبرپاڼه کاږي چې په نیول شویو کسانو کې یو تن بریدګر داسې هم شامل دی چې غوښتل یې د شینوارو ولسوالۍ په جامع جومات کې ځانمرګی برید تر سره کړي، خو موخې ته تر رسېدو مخکې ونیول شو.

خبرپاڼه زیاتوي چې ځانمرګي برید ته چمتو شوی احمد د خیبر قبایلي ضلعې د لواړګي په مدرسه کې ځانمرګي برید ته چمتو شوی و او د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG