د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي مدني فعالې ته واڅلاو هاوېل جایزه ورکړل شوه


سعودي مدني فعاله لوزین الحتلول
سعودي مدني فعاله لوزین الحتلول

د سعودي عرب یوې ښځینه مدني فعالې لوزین الحتلول ته د واڅلاو هاوېل بشري حقونو جایزه ورکړل شوه.

دا جایزه ۷۲ زره ډالره ارزښت لري، د اروپايي کونسل د پارلېماني اسمبلۍ لخوا د اپرېل پر ۱۹مه په انلاین غونډه کې د نوموړې په استازیتوب د هغې خور ته ورکړل شوه.

دا غونډه د کورونا وایرس له ویرې تر څو میاشتو پورې ځنډول شوې وه.

د اروپايي کونسل پارلېماني اسمبلي ویلي چې الحتول د سعودي د فیمینیسټ غورځنګ د یوې مشرې په توګه پېژني چې په سعودي حکومتي نظام کې یې پر مېرمنو د بندیزونو د لرې کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

یاده اداره وايي، نوموړې په سعودي نظام کې د نارینه سرپرست نظام د ختمولو، د مېرمنو پر موټرچلونې د بندیز د ختمولو او د سعودي په شاهي نظام کې له تېري سره د مخامخ شوو مېرمنو د لوی محافظت لپاره کمپاینونه کړي دي.

په بیان کې ویل شوي، الحتول د خپل دریځ له وجې ۱۰۰۱ ورځې په زندان کې تېرې کړي او د ۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ کې له زندانه واېستل شوه خو لا هم په خپل کور کې نظر بنده او له بندیزونو سره مخامخ ده.

د چیک جمهوریت پخواني ولسمشر واڅلاو هاویل په نوم دا جایزه د ۲۰۱۳ز کال راهیسې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په اروپا او نوره نړۍ کې یې د بشري حقونو د دفاع لپاره مبارزه کړې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG