د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانيو وګړو ته به ژر یو کلنه وېزه ورکړو: افغان سفیر


علي خېل وايي، په اسلام اباد کې افغان سفارت د اسلام اباد، پنجاب، کشمیر او ګلګت بلتستان خلکو ته وېزې ورکوي،
علي خېل وايي، په اسلام اباد کې افغان سفارت د اسلام اباد، پنجاب، کشمیر او ګلګت بلتستان خلکو ته وېزې ورکوي،

په اسلام اباد کې افغان سفیر وايي، ډېر ژر به د یوې نوې پالیسۍ له مخې پاکستانيو وګړو ته د درې او شپږ میاشتنۍ وېزو پرځای یو کلنه وېزه جاري کړي.

افغان سفیر نجیب الله علي خېل د اپرېل پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، په اسلام اباد کې افغان سفارت د اسلام اباد، پنجاب، کشمیر او ګلګت بلتستان خلکو ته وېزې ورکوي.

د نوموړي په وینا د خیبر پښتونخوا خلک په پېښور، د بلوچستان خلک په کویټه او د سېند صوبې خلک په کراچۍ کې د افغانستان له کونسلګریو د افغانستان وېزې ترلاسه کولای شي.

د اپرېل پر ۱۲مه له خيبر پښتونخوا څخه راغليو کسانو د اسلام اباد کې د افغان سفارت بهر احتجاج وکړ چې د امنيت ټينګولو لپاره اضافي پوليس وګومارل شو.

هغوی پر دې اعتراض کاوه چې ولې ورته سفارت د افغانستان وېزې نه ورکوي.

په اسلام اباد کې افغان سفارت ته هره ورځ په سلګونو خلک چې ډېری یې د خيبر پښتونخوا وګړي دي، د ويزو لپاره ورځي، چې سعودي عرب ته د کابل له لارې تلل غواړي. دوی وايي د پاکستان په نسبت د کابل له لارې سعودي عرب ته ټیکټ ارزان دی.

د خيبر پښتونخوا اوسېدونکې د ويزو په ترلاسه کولو کې د مشکلاتو شکايت کوي او وايي په پيښور کې افغان کونسلګرې ورته ترانزیت ويزي ورکولو څخه انکاري دي چې وايي اسلام اباد کې سفارت د داسي ويزو ورکولو صلاحيت نه لري. خو د افغان سفارت ناظم الامور شاکر قرار بيا وايي کونسلګري د هر ډول وېزو د ورکولو اختيار لري او ورته د وېزو ورکولو لپاره ځانګړي هدايات ورکړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG