د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واڼه جلسه کې د کورونا وبا پاملرنو په سرغړونه د پي ټي اېم پینځه مخکښان ګرفتار


د واڼه جلسه کې د کورونا وبا پاملرنو په سرغړونه د پي ټي اېم پینځه مخکښان ګرفتار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پینځه ملګري او یو خبریال ځايي انتظامیې په دې تور نیولي چې د روانې اپرېل میاشتې پر نهمه نېټه یې د یوې ولسي غونډې په کولو سره د کورونا وایرس له پاملرنو سرغړونه کړې. په نیولو کې ملک ګل محمد وزیر، عیدالرحمن وزیر، شانک وزیر، فرمان وزیر او عزت وزیر او یو خبریال اعلا خان شامل دي. د واڼه په رستم بازار کې د پي ټي اېم دغه لویه غونډه د یاد غورځنګ د یوه د سر سر د مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د راخوشېکولو لپاره په احتجاج کې رابلل شوې وه. علي وزیر له تېرو څلورو میاشتو د کراچۍ په یوه زندان کې بندي دي. که څه هم په اړه یې عدالت پرېکړه کړې ده خو لا یې هم نه ده اورولې. پي ټي اېم د عدالتي پرېکړې اورولو او ورسره د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د خپلو بندي غورځنګیانو لکه حنیف پښتین، وکیل یوسف علي خان، ابدال خان او د ګڼو نورو هغو د راپرېښودو غوښتنه کوي. پولیس وايي چې د پي ټي اېم بندي کسانو د ریاست ضد خبرې کړې خو غورځنګیان دا تورونه نه مني او وايي چې دوی د پښتنو په سیمه کې د ترهګري ختمولو، له عدالته لیرې وژنو بندولو، د ورکو کسانو موندلو او عدالت ته د وړاندې کولو، په وزیرستانونو کې د ښخو ماینونو پاکولو غوښتنې لري. اشتیاق مسید یې په اړه راپور لري.

XS
SM
MD
LG