د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ویانا کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې ګټورې وې: ګډونوال


راتلونکې اوونۍ به یو وارې بیا په همدې موضوع د خبرو د دوام لپاره ټولې خواوې سره راټولېږي.
راتلونکې اوونۍ به یو وارې بیا په همدې موضوع د خبرو د دوام لپاره ټولې خواوې سره راټولېږي.

د اسټریا په مرکز ویانا کې د ایران د اټومي پروګرام د تړون د بیا کتنې لپاره څلور ورځنۍ خبرې پرون په داسې حال کې پای ته ورسېدې چې پکې ګډون کوونکي سفارتکاران وايي، خبرې ګټورې وې.

راتلونکې اوونۍ به یو وارې بیا په همدې موضوع د خبرو د دوام لپاره ټولې خواوې سره راټولېږي.

د اروپايي ټولنې په کوربتوب دا خبرې پر دې متمرکزې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي او دواړه هیوادونه یو وارې بیا د ۲۰۱۵ کال د جوهري تړون منلو ته اماده کړل شي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه وتې وه او پر ایران یې بندیزونه لګولي ول خو اوسني ولسمشر جوبایډن یو وارې بیا د ایران سره شوي جوهري تړون ته د ستنېدو په اړه خپله رضامندي ښودلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG