نړیوال بانک د افغانستان د نجونو زده کړو لپاره د ۲۵ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړې.
نړیوال بانک د اپرېل پر لومړۍ پر داسې مهال د دې مرستې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ناامنیو له وجې د نجونو ګڼ ښوونځي بند شوي دي.
بانک په بیان کې ویلي چې دا پیسې یې د نجونو د لومړنیو زده کړو لپاره منظور کړې دي.
له بیان سره سم، په دې پیسو به ۱۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي او همداراز به د نجونو لپاره د زده کړو حالات سازګار شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونېسېف په وینا، په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۳۷ لاکه ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې ۶۰ فیصده یې نجونې دي.