د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېر شواروز پاکستان کې د کورونا وبا درېیمې څپې ۶۳ تنه مړه کړي


په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې ۶۳ کسان له کورونا ناروغۍ مړه شوي او شاوخوا ۴،۰۰۰ نوي کسان په دې وايرس اخته شوي دي.

په دې هېواد کې تر دې دمه (مارچ ۲۶مې) شاوخوا شپږ لکه ۴۱ زره کسان کورونا وايرس وهلي چې ۱۴ زره ۲۸ ورڅخه مړه شوي او څه باندې پينځه لکه ۸۸ زره ورڅخه رغېدلي دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس د درېيمې څپې پر مهال د مثبت پېښو زياتوالي ته په کتو د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود د مارچ پر ۲۴مه اعلان کړی و چې د خيبر پښتونخوا، پنجاب او پاکستان تر واک لاندې کشمير په يوشمېر ضلعو کې به تعليمي ادارې د اپرېل تر ۱۱مې تړلې وي.

بلخوا هلته د چين د ساينو فارم کمپنۍ واکسين ورکولو لړۍ هم روانه ده چې دمګړی يې تر ۶۰ کلونو زيات عمر لرونکي کسان اخيستلای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG