د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له جاپان سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو ښه کولو غږ کړی


بلینکن د جاپان د سوداګرو یوې ډلې ته ویلي چې د امریکا او جاپان ترمنځ اقتصادي اړیکې په نړی کې په مضبوطو اړیکو کې یو دي.
بلینکن د جاپان د سوداګرو یوې ډلې ته ویلي چې د امریکا او جاپان ترمنځ اقتصادي اړیکې په نړی کې په مضبوطو اړیکو کې یو دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلینکین او د دفاع وزیر لایډ اسټن جاپان ته د سفر پیلولو پر مهال له ټوکیو سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو ښه کولو غږ کړی دی.

د دې سفر موخه له اسیايي اتحادیانو سره د اړیکو په داسې وخت کې مضبوطول دي چې د چین لخوا په سیمه کې د اثر زیاتولو هڅې زیاتې شوې دي.

دا دواړه وزیران د ولسمشر جوباییډن په کابینه کې لومړي غړي دي چې د دندو تر سنبالولو وروسته سیول او ټوکیو ته سفر کوي.

دا سفر تیره اوونۍ د امریکا ، جاپان ، اسټرالیا او هند د چارواکو ترمنځ تر ویډیويي سرمشریزې وروسته کېږي.

په ایجنډا کې د جنوب او ختیځي چین په سمندرونو کې د بیړیو د تګ راتګ ازادي، د رسد د لارو امنیت، د شمالي کوریا ایټمي مسله او په برما کې د پوځي کودتا خبرې شاملې دي.

بلینکن د جاپان د سوداګرو یوې ډلې ته ویلي چې د امریکا او جاپان ترمنځ اقتصادي اړیکې په نړی کې په مضبوطو اړیکو کې یو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG