د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روس کې د يوې غونډې ۲۰۰ ګډونوال نيول شوي


پولیس د غونډې يو برخه وال د ځان سره بيايي
پولیس د غونډې يو برخه وال د ځان سره بيايي

د روس پولیسو په پلازمېنه ماسکو کې د یو غونډې پر مهال شاوخوا ۲۰۰ داسې کسان نیولي دي چې زیاتره پکې د اپوزېشن غړي دي.

پولیسو د مارچ پر ۱۳مه د ماسکو فورم په نامه پر هغه غونډه برید کړی چې د پارلماني او ځايي ټاکنو په اړه پکې بحث کېده. د روس د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۰ کسانو نيول تاييد کړي دي.

پولیسو ویلي چې یو خو نیول شویو کسانو د کورونا وایرس په اړه پر حکومتي لارښوونو عمل نه وو کړی او بل دې غونډې د دوی په وینا، په یو ناخوښه سازمان پورې تړاو درلود.

په دې غونډه کې د روس تر ۵۰ زیاتو سیمو خلکو ګډون کړی وو.

په روس کې د سیاسي احتجاج کوونکو او فعالانو ګرفتاري څارونکې ادارې ( او وي ډي انفو ) ویلي چې زیاتره نیول شوي کسان په دې شرط خوشي شوي چې په دې غونډه کې د ګډون په اړه د سپیناوي لپاره بیا عدالت ته وړاندې شي.

پر حکومت مخالفو د چاپو دا تازه لړۍ په داسې حال کې ده چې د روان کال په سېپټمبر کې په روس کې انتخابات تر سره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG