لاهور های کورټ په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر او مسلم ليګ (ن) مخکښ حمزه شهباز د ضمانت درخواست منظور کړی دی.
د پاکستان ډان رسنۍ وايي چې په مني لانډرنګ يا تورو پيسو سپينولو په کېس کې د نېول شوي حمزه شهباز د ضمانت په درخواست نن( د فبرورۍ پر ۲۴مه) اورېدنه وشوه.
د احتساب قامي ادارې نېب لخوا ځانګړی څارنوال سيد فیصل رضا بخاري وړاندې شو او د حمزه شهباز لخوا وکيلان اعظم نذير تارړ او امجد پروېز وړاندې شول.
عدالت د دواړو خواو لخوا د دلايلو تر اورېدو وروسته د حمزه شهباز درخواست منظور کړ او ورته يې د يو يو کروړ روپو د دوو ضمانتي مچلکو د جمع کولو امر وکړ.
عدالت جېل چارواکو ته امر کړی چې د مچلکو تر جمع کولو وروسته حمزه شهباز خوشي کړي.
بلخوا د مسلم ليګ (ن) يو غړي عطا تارړ په لاهور کې له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل چې حمزه شهباز له تېرو شلو مياشتو راهيسې په ناحقه قېد و او پرې د يوې روپۍ کرپشن نه دی ثابت شوی.