د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اوېغورانو سره د چين چلند نسل-وژنه ده: کنېډا پارلمان


د کاناډا استازو جرګې له اوېغورانو سره د چين چلند نسل-وژنه بللې ده.

دا له هغه څو ساعته وروسته ده چې چين ادعا وکړه چې له اوېغور لږکيو سره يې چلند د بشري حقونو د پرمختګ په لړ کې يو ځلانده مثال دی.

د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه په متفقه توګه منظور شوي قراداد کې ويل شوي د چين اويغوران له نسل کشۍ سره مخامخ شوي او مخامخېږي.

د کاناډا پارلېمان د يو ترميم په حق کې هم رايې ورکړې چې په ۲۰۲۲ز کال کې په بېجنګ کې د ژمني اولمپک لوبو وخت په هغه صورت کې د اړولو غږ کوي چې که چېري له اويغورانو سره ناوړه چلند دوام وکړي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او کنېډا ترمنځ تعلقات خراب دي او اوسنی ګام ښايي بېجنګ نور هم خپه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG