د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې د ښوونځيو او علمي مرکزونو له ورانولو لاس واخلي: محب  


حمدالله محب دا خبرې د مورنۍ ژبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل فیسبوک کې په یوه پیغام کې کړې دي.
حمدالله محب دا خبرې د مورنۍ ژبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل فیسبوک کې په یوه پیغام کې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له طالبانو غوښتي چې د ښوونځیو او علمي مرکزونو له ورانولو لاس واخلي څو د ده په خبره افغان ماشومان په مورنۍ ژبه زده کړو ته لاس رسی ولري.

حمدالله محب دا خبرې د مورنۍ ژبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل فیسبوک کې په یوه پیغام کې کړې دي.

محب زیاته کړې چې، " ‏د ښوونځیو سوځول او په بمونو ورانول یې په مورنۍ ژبه له تحصیل کولو او د افغان ماشومانو له راتلونکې سره دښمني ده."

طالبانو د حمدالله محب د دغو څرګندونو او تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

د فبروري ۲۱مه د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د فرهنګي او ژبني تنوع د پياوړتیا په هدف د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په نوم یاده شوې ده.

په افغانستان کې هم د دې ورځې په مناسبت په مورنۍ ژبه د تدریس د زیاتېدو کمپاینونه شوي دي.

افغانستان کې خلک څه باندې دېرشو ژبو باندې خبرې کوي چې له ډلې یې پښتو او دري رسمي دولتي ژبې دي او پاتې نورې بیا په خپلو سیمو کې دریمې رسمي ژبې یادیږي.

په ټوله نړۍ کې بیا خلک په شپږ نیمو زرو ژبو غږیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG