د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي هیوادونه: ایران دې د ایټمي تړون خلاف ورزي نه کوي


له ایران سره د ایټمي تړون درو اروپايي طاقتورو هیوادونو پر تهران ټینګار کړی چې د یورانیمو د غني کولو پرېکړه دې واپس واخلي او د ایټمي تړون سره دې تړلی پاتې شي.

د فبرورۍ پر ۱۲مه بریتانیا، جرمني او فرانس په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، ایران باید په دې خبر وي چې د تړون د ژمنو د نه منلو په صورت کې له کومو پایلو سره مخ کېدای شي. تر دې یوه ورځ مخکې د روس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پر ایران غږ کړی و چې دوی باید زغم وښيي ځکه چې د امریکا نوې اداره د ۲۰۱۵ز کال په ایټمي تړون کې د بیا شاملېدو پر لارو چارو غور کوي.

د ایټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د فبرورۍ پر ۱۰مه د تړون غړو هیوادونو ته مالومات ورکړي وو چې د ملګرو ملتونو څارونکو پخلی کړی چې د ایران په اسفهان ایټمي مرکز کې ۳،۶ ګرامه یورانیم غني شوي.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له دغه تړونه خپل هیواد وویستو او پر ایران یې بندیزونه ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG