د لاسرسي ځای

تازه خبر

ختیزه اروپا کې د کورونا واکسین لګول پيلېږي


د ملګرو ملتونو د روغتیا اېجنسۍ  د فبرورۍ پر ۱۱مه وویل، دا مرستې د ارمېنیا، ازربایجان، بېلاروس، جارجیا، مالدووا او اوکراین سره کېږي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا اېجنسۍ  د فبرورۍ پر ۱۱مه وویل، دا مرستې د ارمېنیا، ازربایجان، بېلاروس، جارجیا، مالدووا او اوکراین سره کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان او اروپايي ټولنه په ګډه د ختیزې اروپا له شپږو هېوادونو سره د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ د واکسینو مرسته کوي. د دغې مرستې لګښت اته څلوېښت نیم میلیونه ډالره جوړېږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا اېجنسۍ د فبرورۍ پر ۱۱مه وویل، دا مرستې له ارمېنیا، ازربایجان، بېلاروس، جارجیا، مالدووا او اوکراین سره کېږي.

د اروپايي ټولنې کمېشن وايي، دا پروګرام، د واکسینو لپاره د هیوادونو په چمتو کولو او تقویه کولو سره، هغوی دې ته اماده کوي چې واکسین په موثره ډول ترلاسه او تنظیم یې کړي.

د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره د کواکس پروګرام او د واکسین شریکولو تر مېکانيزم لاندې د واکسینولو مرسته کېږي.

کواکس یو نړیوال نوښت دی چې ترمخې یې له غریبو هېوادونو سره د واکسینولو مرسته کېږي.

اروپايي ټولنه د درو کلونو په موده کې د واکسینو د دغه پروګرام پیسې ورکوي او د روغتیا نړیوال سازمان به د دې په پلې ( نفاذولو ) کولو کې مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG