د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کویډ-۱۹ رېښه لټوونکي جهاني ماهران نن خبري غونډه کوي


د روغتيا نړيوالې ادارې د ماهرينو ډله په اوهان ښار کې موټرو ته خېژي
د روغتيا نړيوالې ادارې د ماهرينو ډله په اوهان ښار کې موټرو ته خېژي

د صحت نړیوالې ادارې اعلان کړی چې د څیړونکو هغه نړیواله ډله چې د چین په ووهان ښار کې یې د کورونا وایرس رېښې معلومولې، د فېبرورۍ پر نهمه به خبري غونډه کوي.

ډبلیو اېچ او د فېبرورۍ پر اتمه ویلي چې د نړیوالو څیړونکو ډلې په ووهان کې د کوېډ- ۱۹ وایرس د ریښو معلومولو لپاره څلور اوونۍ تیرې کړي، د خپلو چینايي ملګرو سرهبه په دې خبري غونډه کې ګډون کوي.

دا غونډه به د پاکستان پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیلېږي او په ټولنیزو رسنیو او د ډبلیو اېچ او پر پاڼه به په انګریزی ژبه نېغ په نېغه خپرېږي.

د پروسږکال په ډېسېمبر کې په ووهان کې د کورونا وایرس لومړی کېس ثبت شوی وو.

ساینسپوهان ګمان کوي چې دا وایرس له شوپرکه انسانانو ته لګېدلی دی.

د کورونا وایرس له وجې تر اوسه په نړۍ کې د دوه اعشاریه درې میلیونه زیات کسان مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG