د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکاخارجه وزیر بلینکېن له خلیلزاد سره پر افغان سوله غږېدلی

انتوني بلینکېن تیره اونۍ په رسمي ډول د امریکا بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو او له زلمي خلیلزاد څخه یې وغوښتل چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن په افغانستان کې د ده په وینا یوه سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ته د رسېدو لپاره له زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړې.

بلینکېن پر خپل ټویټر د دې لیدنې کتنې په اړه چې د فېبروري پر څلورمه په واشنګتن کې وشوه، لیکلي دي چې د ترهګرو له بریدونو د امریکا خوندیتوب، په افغانستان کې یو عادلانه، دوامداره سیاسي جوړجاړي ته د رسیدو او هلته د دایمي او پراخ اوربند په اړه یې له خلیلزاد سره خبرې کړي دي.

انتوني بلینکېن تیره اونۍ په رسمي ډول د امریکا بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو او له زلمي خلیلزاد څخه یې وغوښتل چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

بل لور ته خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې دوحې او سیمې ته په دې تمه ځي چې دواړه افغان لورې د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG