د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: پر ښځو د تشدد په تړاو ۵ پولیس وال ګرفتار


په سوات کې په ډاګه د ځینو ښځو د وهلو په تور پینځه پولیس اهلکاران له هغه وروسته ونيول شول چې پر ټولنیزو رسنیو یې پر دغه چلند پراخ ولسي بحث راوپاراوه.

د سوات ډي ‌پي او، دلاور بنګش له خوا د فرورۍ په درېيمه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې دې پولیس والو ځینې ښځې د غلا په تور نيولې‌ وې خو کله چې یې ګاډو ته خېژولې نو تشدد یې پرې کړی وو.

د دې پېښې ويډيو پر انټرنيټ ډېره خوره شوې وه. د دې پولیس اهلکارانو دندې د پلټنو تر پوره کېدو پورې ځنډول شوې دي.

XS
SM
MD
LG