د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره غږېدلی


د عکس ښي لور ته د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن
د عکس ښي لور ته د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اونۍ د چوکۍ سنبالولو نه وروستو په لومړی ځل د خپل روسي سیال ولادیمیرپوتین سره خبرې کړي دي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۶مه د ټېلېفون له لارې په دې خبرو کې د کریملن د بندي شوي ناقد الیکسې نیوالني سره د سلوک او د کرایمیا ټاپووزمې په روس د ورګډولو په ګډون د کریملن په ځینو هلو ځلو خپله اندېښنه ښودلې ده.

خو دواړه مشران د وسلو په قابو کولو سره متفق وو او راروان میاشت د نوې سټارټ د لوظنامې په بیا تازه کولو رضا شول.

وايټ‌هاوس په یو بیان کې ویلي چې بایډن او پوتین د "وسلو قابو کولو" د نوي سټارټ لوظنامې تر پنځه کلونو غځولو لپاره د دواړو هېوادونو په رضامندۍ خبرې وکړي.

کریملن په یو بیان کې ویلي چې دواړو خواو د لوظنامې د غځولو په اړه سفارتي مالومات شریک کړل. د دې لوظنامې موده د فرورۍ پر پنځمه پای ته رسېږي.

په بیان کې دا هم راغلي چې دواړو خواوو د ایران په نيوکلير لوظنامه، د کورونا وبا او اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG