د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس ناروغۍ په پاکستان کې ۴۸ کسان نور وژلي 


د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت څانګې ځانګړې وینا ویب پاڼې لیکلي چې له دې سره تر اوسه له دې ناروغۍ څخه د مړو شمېر  ۱۱۲۹۵ ته رسېدلی دی.  (انځور: ارشیف)
د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت څانګې ځانګړې وینا ویب پاڼې لیکلي چې له دې سره تر اوسه له دې ناروغۍ څخه د مړو شمېر  ۱۱۲۹۵ ته رسېدلی دی.  (انځور: ارشیف)

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا وایرس ناروغۍ ۴۸ تنه نور وژلي دي.

د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت څانګې ځانګړې وینا ویب پاڼې لیکلي چې له دې سره تر اوسه له دې ناروغۍ څخه د مړو شمېر ۱۱۲۹۵ ته رسېدلی دی.

ویب پاڼه ليکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۸۱ کسان نور په دې ناروغۍ اخته شوی دي.

د جنورۍ تر ۲۴مې په دې وايرس د اخته کسانو شمېر، ۵ لاکه، ۳۲ زره او ۴۱۲ ته رسېدلی دی.

د یادې ویب پاڼې په لیکنه، په پاکستان کې تر اوسه له دې ناروغۍ څخه څه باندې ۴ لاکه او ۸۶ زره کسان جوړ شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG