د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د پاکستان، ترکیې او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه


د پاکستان، ترکیې او اذربایجان ترمنځ د دا ډول خبرو لومړۍ پړاو د ۲۰۱۷ز کال پر نومبر کې په باکو کې شوی وو.
د پاکستان، ترکیې او اذربایجان ترمنځ د دا ډول خبرو لومړۍ پړاو د ۲۰۱۷ز کال پر نومبر کې په باکو کې شوی وو.

د جنورۍ پر ۱۳ مه د پاکستان، ترکیې او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران په اسلام اباد کې غونډه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه لیکلي چې وزیران به پر نړیوالو او سیمه ییزو مسلو، د سیمې امنیت ته د ګواښونو، د کوېډ -۱۹ له کبله راپورته شوو ننګونو، اب او هوا بدلون او د اقتصادي پرمختیا پر اهدافو خبرې کوي.

وزارت زیاتوي، په غونډه کې به د شریکو ګټو په برخو کې د درېوو واړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ زیاتولو په ګډون امنیت، تجارت او سرمایه کارۍ، ساینس او ټیکنالوژۍ، تعلیم او کلتور په اړه هم خبري کېږي.

د پاکستان، ترکیې او اذربایجان ترمنځ د دا ډول خبرو لومړۍ پړاو د ۲۰۱۷ز کال پر نومبر کې په باکو کې شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG