د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د بلوچستان په پنجګور کې چاودنې دوه تنه وژلي

تر اوسه د چاودنې علت معلوم نه دی خو ځيني ازادو سرچنيو ویلي چې دا د ريموټ کنټرول بم چاودنه وه. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان په پنجګور کې پرون فټبال لوبغالي ته نزدې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپي دي.

د ځاي چارواکو په وينا چاودنه هغه مهال شوې چې خلک د فټبال تر یو لوبه وروسته له لوبغالې راوتل.

په زخميانو کې د ځينو حالت نازک دی. تر پيښه وروسته پولیس او سرحدي عکسر هغه ځاي ته رسیدلي او پلټني يې پیل کړي دي.

تر اوسه د چاودنې علت معلوم نه دی خو ځيني ازادو سرچنيو ویلي چې دا د ريموټ کنټرول بم چاودنه وه.

د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې. خو د بلوچستان په پنجګور او د صوبې په نورو جنوبي برخو کې په تېرو وختو کي د بریدونه ذمه واري بلوڅ وسله والو ډلو منلې وه.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

پېښور کې د دوو ډلو ترمینځ له نښتې درې تنه ژوبل

چارواکي وايي، د دواړو ډلو ترمنځ په نښته کې ډزې هم وشوې چې پکې د يو پولیس سرتېري په ګډون درې کسان ژوبل شول.

په پېښور کې د مومندو ضلعې د يوې قبيلې د دوو ډلو ترمینځ د غره په سر شوې لانجه کې درې کسان ژوبل شوي دي.

له سيمې څخه د مشال راډيو خبريال ترمخه د اګست پر پنځمه د مومندو ضلعې د ایسوخېلو قبيلي يوې ډلې د ماربلو د غره ليز په سر په پېښور کې احتجاجي مظاهره کوله چې د هغه قبيلې دويمه ډله هم د احتجاج ځای ته ورغله.

د پېښور ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ ترمخه د دواړو ډلو ترمینځ په نښته کې ډزې هم وشوې چې پکې د يو پولیس سرتېري په ګډون درې کسان ژوبل شول.

د پېښور ټاون سيمې د پوليسو په وينا چې د جګړې او ډزو په تور یې ۱۰ کسان يې نيولي دي.

د هرات په لسګونه مېرمنو د افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې اخیستې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هرات په لسګونو مېرمنو په سمبولیک ډول د چهارشنبې په ورځ وسلې را واخېستې او په دې ډول یې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ څرګند کړ.

دا مېرمنې د هرات د پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په کور کې راغوندې شوې وې او ویل یې چې دوی چمتو دي چې د نارینه وو ترڅنګ د هرات د ښار دفاع وکړي.

د دې مېرمنو له ډلې، رقیې او سوسن ازادي راډیو ته وویل: "غواړم دښمن ته دا څرګنده کړم چې زموږ هېواد او خلک یوازې نه دي، موږ ټول سره متحد یو، طالبان به له هېواده وشړو.

-موږ د امیر صاحب اسماعیل خان ملاتړ کوو، ما له پرون راهیسې د خپل هېواد د یو نیم زر کسانو لپاره ډوډۍ پخه کړې ده."

اسماعیل خان تردې مخکې د هرات له استوګنو غوښتي وو چې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره منظم شي.

د هرات ښار له امنیتي کمربندونو سره د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

په ایران کې د کورونا وهلو کسانو شمېر تر څلور میلیونو واوښت

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وايرس ډېر ژر خورېدونکې ډيلټا بڼه خپره شوې دي. انځور - ارشیف

په ایران کې د اګست پر څلورمه د کورونا وايرس ناروغانو شمېر له څلور میلیونو واوښت.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وايرس ډېر ژر خورېدونکې ډېلټا بڼه خپره شوې دي.

د ایران روغتیا وزارت د اګست پر څلورمه وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس څه باندې ۳۹زره نوی مثبت کېسونه مخې ته راغلي چې له دې سره پر دې رنځ د اخته کسانو شمېر څلوښت لکه او ۱۹ زره زياته شوي دي.

په هغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ګېنټو کې د کورونا وايرس له وجې ۴۰۹ کسان مړه شوي چې له دې سره د مړو شمېره ۹۲ زرو واښته.

ایران ۸۳ میلیونه نفوس لري او داسې باور کېږي چې د کورونا د مثبتو پېښو او مرګ شمېر به په دغه هیواد کې تر رسمي شمېرو خورا لوړ وي.

په دغه هېواد کې د واکسین کولو بهیر ورو دی او لازمه اغېزمنتیا نه لري.

د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ايي د اګست پر دوېيمه امر وکړ چې د کورونا وايرس وبا پينځمې څپې مخنيوي لپاره "اړین تدابیر" ونيول شي.

دا تر هغې وروسته ده چې د ايران روغتيا وزير د دوو اونيو ټولبند غوښتنه وکړه.

د پاکستان حکومت وايي تعلیمي ادارې له په مرحله وار توګه پرانیزي

په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې تعليمې ادارې په وار وار تړل شوي. انځور - ارشیف

د پاکستان د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وايي، د سیند صوبې پرته د هېواد ټولې تعليمي ادارې به مرحله وار پرانېستل کېږي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې تعليمې ادارې په وار وار تړل شوي.

د تعليم وفاقي وزير د اګست پر څلورمه په اسلام اباد کې د تعليم له صوبايي وزيرانو سره د غونډې وروسته خبري کنفرانس ته وويل چې د سيند حکومت ټولې تعليمې ادارې یې تړلې دي او امتحانونه يې ځنډولي دي. نوموړی زیاتوي د اګست پر اتمه به د دې فيصلې بيا جاج اخلي.

نوموړي وويل چې اسلام اباد، پنجاب، خيبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، د پاکستان تر انتظام لاندي کشمير کې به سکولونه په پړاونو کې پرانیزي او په ښوونځیو کې به د ماشومانو حاضري تر ۵۰ فيصده پورې وي.

شفقت محمود دا هم وويل چې تعليمي ادارو ته د تلونکې ګاډو عمله بايد واکسين ولګوي او د دې لپاره يې د اګست تر ۳۱مې مهلت ورکړی دی.

کابل برید د څلورو وسله والو په وژنه پای ته ورسېد

په کابل کې د برید ځای

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په شیرپور کې د افغانستان د سرپرست دفاع وزیر د کور مخې ته د تېرې شپې برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

وزارت ویلي چې په دې پېښه کې نورو خلکو ته زیان نه دی اوښتی، خو سرپرست دفاع وزیر بسم الله محمدي د اګست پر درېیمه شپه ناوخته رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې په برید کې ده او د ده د کورنۍ غړو ته زيان نه دی اوښتی خو د نوموړي په وينا یوشمېر ساتونکي يې ټپیان شوي دي.

اې اېف پي خبري اژانس د امنیتي او روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې برید کې څلور کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

سيند: د سکرو کان په پېښه کې د شانګلې درې کانکیندونکي وژل شوي

سیند: جامشورو کې په کان کې تر پېښې وروسته د مړو شویو کانکیندونکیو جسدونه رااېستل کېږي. ۲۰۲۱، ۰۳ اګست

د سيند د جامشورو ضلعې په لاکړا سیمه کې د سکرو يو کان نړېدلی چې درې کانکيندونکي يې لاندې کړي دي.

د جامشورو ډپټي کمیشنر فريد الدين مصطفا د اګست پر څلورمه ماښام مشال راډيو ته وويل چې پېښه تېر سهار ۱۰ بجې رامنځ ته شوې ده.

د نوموړي په وينا د درو واړو کانکيندونکو تعلق د خيبر پښتونخوا له شانګلې سره دی او د دوی د را ايستلو لپاره عمليات دوام لري.

د کانکيندونکو د حقونو يو مبارز عابد يار وايي چې د پاکستان په درنګونو کې تر ټولو زياتې پېښې په بلوچستان او ورپسې په دره ادم خېل کې رامنځ ته کېږي.

د نوموړي په خبره سږکال په بلوچستان او د پاکستان د کويلې په نورو کانونو کې رامنځته شویو پېښو کې تر ۶۰ زیات کان کیندونکي وژل شوي دي.

نوموړی زياتوي د دې لويه وجه د سکرو په زیاتره کانونو کې د حفاظتي انتظاماتو نيشتوالی دی.

طالبانو سلګونه کسان نیولي او د پولې اخوا یې زنداني کړي: د کندهار والي

د کندهار والي روح الله خانزاده

د کندهار والي وايي، وسله والو طالبانو د غچ اخيستنې د حملو په لړ کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې په سلګونو کسان نیولي او د پولې اخوا یې پې زندانونو کې ساتي.

روح اله خانزاده، د اګست پر درېیمه نېټه ناوخته د افغانستان ملي ټېلېويژن ته په خبرو کې وویل، تر اوسه د څه باندې ۴۰ کسانو مړي تثبیت شوي دي:

"په سلګونو کسان لادرکه دي، خو مړي د ټولو نه دې موندل شوي. یوازې د ۴۰ او ۴۵ ترمينځ مړي پیدا شوي دي. هغه معلومات چې زه يې لرم، دغه نیول شوي کسان د پولې اخوا ته اړول شوي او هلته زندانیان دي. اکثریت یې د حکومت سرتېري او کارکوونکي وو."

په همدې اړه د اګست پر دوهمه په کابل کې د امريکا او بریتانیا سفارتونو په یوه ګډ بیان کې وویل، وسله والو طالبانو د غچ اخيستنې د حملو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي په ډله ییز ډول وژلي، چې جنګي جرمونه ګڼل کېدای شي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي و، چې وسله والو طالبانو د جولای پر ۱۴مه د سپین بولدک له نیولو وروسته شاوخوا ۴۰۰ تنه ولسي وګړي یا ونیول او یا یې ووژل.

خو وسله وال طالبان دا ردوي.

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د ۶۴۳ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي

په ننګرهار کې افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال. انځور - ارشیف

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره د اګست په څلورمه نېټه خپرې شوې خبرپاڼه کې د دې ولایت د امنیه قوماندان مل پاسوال سلطان داود سلطان له قوله ویل شوي چې په تېرو دوه میاشتو کې ګډو امنیتي ځواکونو د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو ۲۸۵ بریدونه په شاه تمبولي چې په نتیجه کې یې د درې سرګروپانو په ګډون ۶۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي،۱۵۳ یې ټپیان شوي او د دوی ۴۹ میله بېلا بېلې وسلې، ۹ عرادې وسایط او لسګونه مرکزونه یې ورته تخریب او له مينځه وړي دي.

خبر پاڼه کاږي چې پولیسو په تېرو دوو میاشتو کې د ۱۶۸ جنایي پېښو د رامنځته کېدو په قضیه کې ۱۷۸ تنه تورن کسان نیولي او له دوی یې شپږ میله وسلې او ۶ عرادې موټرې هم تر لاسه کړي دي.

خبرپاڼه کې‌ دا هم راغلي چې ۷۴ تنه د نېږدې ۲۳۰۰ کیلو ګرامه بېلا بېل ډوله نشه یي توکو، ۱۸ عرادو وسایطو او ۱۵ میله تفنګچو سره یو ځای نیول شوي او زیاتوي چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو په لړ کې په تېرو دوو میاشتو کې ۱۸ تنه پولیس د بېلا بېلو قضیو له امله څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي چې عملاٌ ترې څېړنې جریان لري.

وسله والو طالبانو د ننګرهار د چارواکو د تازه ادعاوو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

لښکرګاه کې افغان هوايي ځواک پر طالبانو بمبارۍ کړي

په لښکرګاه کې له تېرو څو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمینځ جګړې روانې دي. انځور - ارشیف

د افغانستان د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د روانې جګړې پر مهال افغان هوايي ځواک د امریکا په ملاتړ پر دغه ښار درنې حملې کړې دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان سمیع سادات له خلکو غوښتي، که طالبان یې کورونو ته پناه وړي، نو د ځانونو د خونديتوب لپاره دې له خپلو کورونو څخه ووځي.

په لښکرګاه کې له تېرو څو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمینځ د جګړې له کبله د دې ښار ګڼ اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (يوناما) د اګست پر درېیمه وویل چې په لښکرګاه کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې لږ تر لږه ۴۰ ولسي افغانان وژل شوي او نېږدې ۱۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، که د جګړې ښکېل اړخونه د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام ونه کړي، افغانستان کې به یوه غمیزه رامنځته شي.

میرلي کې هدفي برید یو پولیس افسر وژلی

دا سږکال په شمالي وزيرستان کې د هدفي بريدونو ۳۷مه پېښه وه.

د شمالي وزيرستان په ميرلي کې د شوه پوليس تاڼې مشر يا اېس اېچ او په هدفي برید کی وژل شوی دی.

د پوليسو او ځايي ولس په وينا، د اګست پر درېیمه نېټه پر موټر سايکل سپرو نامعلومه وسله والو محمد شفيق هغه وخت په ډزو وواژه کله چې نوموړی له ميرامشا څخه له دفتري کار کولو وروسته پر لاره وو.

وسله وال له بريد وروسته تښتېدلي خو د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر شفيع الله ګنډا پور ويلي چې په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو لپاره يې عمليات روان کړي دي.

دا سږکال په شمالي وزيرستان کې د هدفي بريدونو ۳۷مه پېښه وه چې پروسږکال (۲۰۲۰ز) یې شمېر ۴۶ ته رسېدلو خو د ځايي ولس په وينا تر اوسه په دې پېښو کې ککړ هېڅ يو بريدګر هم نه دی نيول شوی.

بلخوا امنيتي ادارې وايي چې هلته يې د امنيت ټينګولو او وسله والو پرضد اقداماتو لپاره هلې ځلې تندې کړې دي.

د ترکیې ځنګلونو کې له اور لګېدو تر اوسه اته تنه مړه شوي

د ترکیې په ځنګلونو کې لګیدلی اور

د ترکیې په ځنګلونو کې د اور لګېدو د دوام له کبله تر اوسه د لږ تر لږه اتو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د ترکیې د جنوب په ځنګلونو کې دا اور اووه ورځې مخکې ولګېد چې په ترڅ کې تر ډېره د دې هېواد ساحلي ښارونه چې د کال په دې موسم کې سیلانیان ورته راځي، زیانمن شول.

د ترکیې د ځنګلونو وزیر باقر پاګدیمیرلي پرون د اګسټ په دوهمه وویل چې دوی تر دې دمه په ۱۲۵ ساحو کې لګېدلی اور کنټرول کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د دې اور د لګېدو علتونه سخته تودوخه او تند بادونه دي.

د راپورونو له مخې د زیانمنو سیمو زرګونه اوسېدونکو خپل کورونه پریښي او یو شمېر سیلانیان هم له خپلو هوټلونو څخه وتلي او ځانونه یې خوندي ځایونو ته رسولي دي.

اروپايي ټولنې ویلي دي چې د اور وژنې درې الوتکې د مرستې لپاره ترکیې ته استوي.

انقره وايي چې له اوکراین، روسیې، ایران او آذربایجان څخه یې هم د اور وژنې د الوتکو غوښتنه کړې ده.

شمالي وزیرستان کې د لسګونه زرو ونو لګولو بهیر پیل شو

شمالي وزیرستان کې د ونو لګولو بهیر یو تصویر. ۲۰۲۱، ۰۲ اګست

په شمالي وزیرستان کې د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې د دغه ضلعې په ډېری برخو کې د ونو لګولو بهیر پیل شوی دی چې د اګست تر اوومې نېټې پورې به روان وي .

د ضلعې مرستیال کمېشنر شاهد علي خان وايي، تکل لري چې د ونو څه باندې ۱۶ نیم لکه بوټي ولګوي.

د شمالي وزیرستان د ځنګلاتو د محکمې یو افسر احسان داوړ وايي، هغوی به پینځه لکه بوټي سرکاري محکمو او ولس ته وړیا ورکوي. نوموړي پر ولس غږ وکړ چې د شجرکارۍ په دې بهیر کې دې ورسره ملګري شي.

که یوخوا په سیمه کې د ونو لګولو بهیر پیل شوی بلخوا له جنوبي وزیرستانه بیا راپورونه دي چې هلته په پراخه کچه ځنګلونه وهل کېږي.

کورنا وبا: پاکستان کې بیا نیمه ټولبند لګېږي

پېښور ښار

د پاکستان حکومت له ننه د ملک په ځینو برخو کې د کورونا وبا د څلورمې څپې مخنیوي په موخه نیمه - ټولبند لګولی.

د پلان او پرمختګ وفاقي وزیر اسد عمر د اګست پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، د اګست له درېیمې تر ۳۱ مې به دا ټولبند په اسلام اباد، پېښور، ایبټ اباد، پنډۍ، لاهور، فیصل اباد، کراچۍ، حیدر اباد، میر پور، ګلکت او سکردو کې لګېدلی وي.

د سمارټ ټولبند پر مهال به په اوونۍ کې دوې ورځې کاروبارونه بند وي، دوکانونه به د شپې په اتو بجو تړل کېږي، په دفترونو کې به پینځوس فیصده مامورین کار کوي، په ګاډو کې به د ۵۰ فیصدو سپرلیو د وړلو اجازه وي، د ودونو په تالارونو کې به تر ۴۰۰ پورې مېلمنو ته د ګډون اجازه وي خو ډوډۍ به په سرخلاصو ځایونو کې وي.

بل پلو دوکانداران، ولس او تجاران په اوسني ټولبند خپه دي. د پاکستان د تجارانو د سرتاسري ټولنې د خیبر پښتونخوا جنرل سکټري احسان باچا د اګست پر دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، کاروبارونه یې وار له مخې تباه شوي، دا نوی ټولبند به یې لا نور وځپي.

افغان ځواکونو په هېلمند کې د طالبانو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی

افغان پوځ وايي په هېلمند کې یې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له لارې وسله وال په شا تمبولي - انځور له ارشیفه

افغان ځواکونو د اګست پر دویمه هم په هېلمند کې د طالبانو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی او د ولایت د مرکز کنټرول ترلاسه کولو هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ په پای کې وسله والو د افغانستان پر یو شمېر ښارونو بریدوننه وکړل.

په عین حال کې د هېلمند په مرکز لښکرګاه کې جګړې زور اخیستی دی.

طالبانو په هغه ښار کې تر هغې څو ساعتونه وروسته عملیات پیل کړل چې افغان حکومت پکې د ځانګړو ځواکونو د سلګونه سرتېرو ځای پر ځای کول اعلان کړل.

افغان پوځ وايي، د ځمکنیو او هوايي بریدونو له لارې یې په لښکرګاه کې وسله وال په شا تمبولي دي او حملې یې ناکاموي.

طالبانو په عین وخت کې د کندهار او هرات پر مرکزونو هم حملو ته دوام ورکړی او په تېرو درو ورځو کې د درنو جګړو له وجې زرګونه ملکیان نورو سیمو ته کډه شوي دي.

په مې کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر له پیل راهیسې هلته جګړو زور اخیستی دی.

پېښور: د ګوزڼ ټیم بدرګه کوونکی پولیس کور ته پر لار ووژل شو

پېښور: یو پولیسوال د ګوزڼ ډلې یوه کارمندې بدرګه کوي چې ماشومانو د ګوزڼ څاڅکي ورکوي. ۲۰۲۱، ۳۰م جولای

د پېښور پوليس وايي په داودزیو سيمه کې وسله والو يو پوليس ویشتلی دی.

د داودزیو تاڼې چارواکو په وينا چې پولیس سرتېری اصف د اګست په لومړۍ نېټه هغه مهال د هدفي برید ښکار شو چې د ګوزڼ واکسین ډلې تر بدرګې وروسته کور ته روان وو.

پوليس وايي د وسله والو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې روانې دې.

د خيبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې د جولای له ۳۰مې راهيسې د ګوزڼ پينځه ورځنی کمپاين پيل شوی او تمه ده چې درې میلیونه او اووه لکه ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکړل شي. په پاکستان، په تېره، په ګڼ میشتو پښتني سیمو کې د ګوزڼ واکسین ډلې بیا بیا د هدفي بریدونو ښکار کېږي.

یاده دې وي چې د پېښور په کارخانو مارکیټ کې د جولای پر ۳۰مه د پولیسو پر یو ګاډي په لاسي بمي برید کې یو پولیس وژل شوی او یو لاروی ژوبل شوی دی.

د پولیسو خپور کړی بیان کې راغلي ول چې د ضلعي انتظامیې له چارواکو سره پولیس په کارخانو کې د کورونا د احتیاطي لارښوونو د عملي کولو د څارنې په چارو بوخت ول چې پر دغه مهال د سړک غاړې ته ولاړ د پولیسو پر ګاډي یوه نامعلومه تن لاسي بم وغورځاوه.

کورونا زیاته شوې، پر لارښوونو دې عمل وشي: فیصل سلطان

سلطان د اګست پر لومړۍ وویل په هېواد کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي

د پاکستان د صحت وزیر فیصل سلطان وايي، په تېرو څو ورځو کې په ځینو ښارونو کې د کورونا وایرس ناروغانو شمیر زیات شوی نو باید پر احتیاطي لارښونو عمل یقیني شي.

نوموړي دا خبره د اګست پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د پلاننګ وزیر اسد عمر سره یو ځای خبري غونډې ته وکړه.

نوموړي‌وویل په هېواد کې په ملي کچه د کورونا وایرس لپاره د ټیسټونو د مثبتېدو شرح اته اعشاریه اته ته رسیدلې چې په صوبو او ښارونو کې تر دې هم زیاته ده .

په دې موقع وفاقي وزیر اسد عمر وویل چې په پاکستان کې یې تراوسه درې کروړه خلکو ته د کورونا وایرس ضد واکسین لګولي او د دې لپاره یې په هېواد کې ۲۰۰۰ مرکزونه جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له وجې ۶۲ کسان مړه شوي دي.

د کویډ-۱۹ وایرس په اړه د معلوماتو ورکولو حکومتي ویبپاڼې د اګست پر لومړۍ نیټه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس نور پنځه زره او ۲۶ کیسونه ثبت شوي او دغسې په دې موده کې له دې وایرسه ۱۴۹۵ کسان بېرته ښه شوي هم دي.

بلخوا له نن څخه په پاکستان کې دننه د هوايي سفر لپاره د کورونا واکسینو سرټيفيکيټ لازمي ګرځول شوی دی.

امریکا او پاکستان د افغان سولې لپاره د هڅو پر دوام سلا شوي: معید یوسف

د پاکستان راډيو د اګست پر لومړۍ پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې معید یوسف دا خبره په واشنګټن کې له رسنیو سره په خبرو کې کړې ده.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، اسلام اباد او واشنګټن د افغانستان د سولې بهیر لپاره د هڅو پر دوام سلا شوي دي.

د پاکستان راډيو د اګست پر لومړۍ پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې معید یوسف دا خبره په واشنګټن کې له رسنیو سره په خبرو کې کړې ده.

بیان د معید یوسف له خولې زیاتوي چې په افغانستان کې د امنیت لپاره په ګډه کار کولو ته ضرورت دی.

نوموړي دا هم ویلي چې په افغانستان کې له بې ثباتۍ سره به مختلفې ترهګرې ډلې یو وار بیا سر راپورته کړي چې د ده په وینا، د نړی او پاکستان لپاره مسلې جوړولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په مې کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر له پیل راهیسې هلته جګړو زور اخیستی دی.

افغان حکومت او سیاسي مشرتابه پر روان حالت خبرې کړې دي

د ولسمشرۍ ماڼۍ د جولای پر ۳۱مه د لسګونه سیاسي او جهادي مشرانو مشورتي غونډه وربللې وه چې د روان وضعیت په اړه یې پکې خبرې وکړې.

افغان چارواکو په یوه غونډه کې د تلپاتې سولې په ټینګښت او د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د جولای پر ۳۱مه د لسګونه سیاسي او جهادي مشرانو مشورتي غونډه وربللې وه چې د روان وضعیت په اړه یې پکې خبرې وکړې.

د ارګ مرستیال ویاند لطیف محمود په دې اړه رسنیو ته وویل چې له سیاسي او جهادي مشرانو سره په غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او د تېرو دوو لسیزو ارزښتونو او اساسي قانون د اصولو پر ساتلو او ځینو نورو موضوعاتو بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په یو شمېر سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

تېره شپه هم د کندهار په هوايي ډګر توغندې لګېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو عملیات له درو لویو ښارونو سره نیږدې روان دي او د افغانستان ځواکونه یې پرضد جنګېږي.

طالبانو د اګست پر لومړۍ نېټه پر هوايي ډګر د راکټونو د ویشتو ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې د دې کار مقصد یې د هوايي بمباریو مخنیوی وو.

د هوايي ډګر چارواکو ویلي، توغندیو د هوايي ډګر ځغاستلیک یا رن وې ته زیان رسولی او پروازونه درېدلي خو زیاتوي چې د هوايي ډګر د فعالیتونو بحالولو کار روان دی.

ایران د اسرایل پر کښتۍ په برید کې لاس درلودل رد کړل

د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یايیر لېپیډ په یو بیان کې ویلي چې نوموړي خپل بريتانوي سيال ته ویلي چې دې پېښې ته کلک غبرګون په کار دی. (انځور: ارشیف)

ایران د اسرایل هغه تورونه رد کړي چې ګواکې تېره اوونۍ د عمان ساحل ته نیږدې د تېلو پر کښتۍ د برید ترشا تهران لاس لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خطیب زاده د اګست پر لومړۍ نېټه تور پورې کړ چې اسرایل په سیمه کې ناامني، ترهګري او تاوتریخوالی پیدا کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دوی په برید کې د ایران د ښکیلېدو د تورونو غندنه کوي.

خطیب زاده دا هم ویل چې د اسرایل دا تورونه بې بنیاده دي او مقصد یې له حقایقو پام اړول دي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بحري ځواک د بارودي موادو پوهانو وویل، دوی باور لري چې د عمان ساحل ته نېږدې د تېلو پر کښتۍ د ډرون برید شوی چې د عملې دوه کسان پکې وژل شوي وو.

دا خبره د امریکا بحري ځواک د جولای پر ۳۱مه تر هغه یوه ورځ وروسته کړې چې اسراييلو د جولای ۲۹مې د برید تور پر ایران پورې کړ .

لندن مېشتي شرکت زوډیاک میریټایم چې د اسراییلي شتمن کاروباري ایال اوفر د زوډیاک ګروپ برخه ده، ویلي ول چې د جولای پر ۲۹مه یې د مرسر سټريټ په نامه د تېلوو پر ټانکر برید شوی وو خو د برید د نوعيت په اړه یې نور تفصیل نه وو ورکړی.

په برید کې وژل شوي کارکوونکي د رومانیا او برتانیا وګړي ول.

د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یايیر لېپیډ په یو بیان کې ویلي چې نوموړي خپل بريتانوي سيال ته ویلي چې دې پېښې ته کلک غبرګون په کار دی.

لېپیډ ویلي، ایران یوازې د اسرایيل مسله نه ده بلکې نوموړي تور پورې کړی چې ایران د ترهګرۍ، ورانۍ او بې ثباتۍ یو داسې پیدا کوونکی دی چې ټولو ته زیان رسوي.

بیان زیاتوي چې نړۍ باید د ایران د ترهګرۍ پر وړاندې خاموشه پاتې نشي کوم چې د لېپیډ په وینا، د بېړیو ازاد تګ راتګ ته زیان رسوي.

ایران په ۲۰۲۰م کال کې د وژل شوي خپل لوړپوړي اټومي ساینسپوه د مرګ او پر اټومي ځایونو د یو شمېر بریدونو تور پر اسرايیل پورې کوي.

سوهېلي وزيرستان: وسله وال بريد کې يو عسکر وژل شوی او پینځه ژوبل

د سوهېلي وزيرستان د پولیسو مشر ويلي چې بریدګرو له ځان سره د پوځیانو وسله هم وړې ده.

په سوهېلي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې یو امنیتي سرتیری وژل شوی او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د سوهېلي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي نن (جولای ۳۱مه) مشال راډيو ته وويل چې تېر ماښام وسله والو په تیارزه سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته برید کړی دی چې شپږ پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. ټپيان د درملنې لپاره د ډېره اسماعیل خان روغتون ته رسول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په سیمه کې یې د امنیت پر ځای کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړې دي او په شاوخوا سیمو کې یې عملیات پیل کړي دي.

د پولیسو مشر وویل چې بریدګرو له ځان سره د پوځیانو وسله هم وړې ده.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني مشال راډیو ته په رالیږلي یو بیان کې د دې بريد ذمه واري منلې ده.

اسراییل د عمان په سمندرګي کې د تیلو پر یوه ټانکر برید کې ایران تورن ګڼلی

زودیاک شرکت ویلي، پر دې ټانکر د لایبریا بیرغ رپېده او د جولای پر ۲۹مه بريد ورباندې وشو. (انځور: ارشيف)

اسرایيل پر ایران تور پورې کړی چې د عمان په سمندرګي کې یې د دوی تر انتظام لاندې د تېلو ټانکر په نښه کړی چې دوه کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

ویل شوي چې په دې بريد کې د رومانیا او بريتانیا دوه وګړي وژل شوي خو د برید په اړه نور معلومات نه دې ورکړل شوي.

زودیاک شرکت چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي، پر دې ټانکر د لایبریا بیرغ رپېده او د جولای پر ۲۹مه بريد ورباندې وشو. د دې ټانکر چارې د اسراییل په لاس کې وې.

د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یايیر لېپیډ په یو بیان کې ویلي چې نوموړي خپل بريتانوي سيال ته ویلي چې دې پېښې ته کلک غبرګون په کار دی.

لېپیډ ویلي، ایران یوازې د اسرایيل مسله نه ده بلکې نوموړي تور پورې کړی چې ایران د ترهګرۍ، ورانۍ او بې ثباتۍ یو داسې پیدا کوونکی دی چې ټولو ته زیان رسوي.

بیان زیاتوي چې نړۍ باید د ایران د ترهګرۍ پر وړاندې خاموشه پاتې نشي کوم چې د لېپیډ په وینا، د بېړیو ازاد تګ راتګ ته زیان رسوي.

د ایران لخوا تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویل شوي. ایران په ۲۰۲۰م کال کې د وژل شوي خپل لوړپوړي اټومي ساینسپوه د مرګ او پر اټومي ځایونو د یو شمېر بریدونو تور پر اسرايیل پورې کوي.

عراق: د جنازې پر مراسمو بريد کې اته کسان وژل شوي

د عراق یوه امنیتي مسوول څرګنده کړه چې د پولیسو په ګډون اته تنه هغه وخت ووژل شول چې وسله والو ډزې ورباندې وکړې. (انځور: ارشيف)

د عراق پوځ په یوه بیان کې چې پرون (د جولای۳۰مه) خپور شوی، ويلي چې د دې هېواد په شمال کې د جنازې د مراسمو پر مهال یو شمېر کسان وژل شوي، خو د دې تلفاتو دقیق شمېر او ځای ته یې اشاره نه ده کړې.

د عراق یوه امنیتي مسوول څرګنده کړه چې د پولیسو په ګډون اته تنه هغه وخت ووژل شول چې وسله والو ډزې ورباندې وکړې.

دغه چارواکي په دې شرط چې نوم به یې نه اخیستل کېږي، دا هم وویل چې دا برید اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) کړی دی.

عراقي ځواکونو درې کاله مخکې له داعش څخه ټولې هغه سیمې ونیولې چې دې ډلې لاندې کړې وې، خو لا هم د دې ډلې وسله والو په عراق کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

ملګرو ملتونو، امريکا او ناټو په هرات کې د یوناما پر دفتر برید وغانده

یوناما وايي، د دولت ضد وسله والو مخالفینو د ملګرو ملتونو د دفتر دروازه په داسې حال کې په توغندي او مرمیو په نښه کړې ده چې د ملګرو ملتونو نښې او علامې په روښانه ډول پرې ښکاري.

ملګرو ملتونو، امریکا او ناټو په هرات کې د یوناما پر دفتر برید په سختو ټکو وغانده.

د افغانستان د هرات ښار په شاوخوا سیمو کې پرون (د جولای ۳۰مه) د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ درنې نښتې وشوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (یوناما) په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شوی، ویلي چې په دې برید کې د دوی د دفتر یو پولیس وژل شوی او یو شمېر نور پولیس افسران ټپیان شوي دي، خو د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

یوناما وايي، د دولت ضد وسله والو مخالفینو د ملګرو ملتونو د دفتر دروازه په داسې حال کې په توغندي او مرمیو په نښه کړې ده چې د ملګرو ملتونو نښې او علامې په روښانه ډول پرې ښکاري.

د یوناما په بیان کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو پر دفتر او ملکي کارکوونکو برید د نړیوال قانون پر اساس منع دی او کېدای شي چې جنګي جرم وبلل شي.

یوناما غوښتنه کړې چې د دې برید ترسره کوونکي باید وپېژندل شي او حساب کتاب ورسره وشي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې د یوناما دفتر د جګړې سیمې ته نيږدې دی چې ښایي د جګړې پر مهال یې ساتونکو ته زیان رسېدلی وي، خو د نوموړي په وينا سیمې ته د طالبانو له رسېدو سره دا دفتر خوندي شو.

د وسله والو طالبانو لخوا په دا وروستيو کې په بريدونو کې له زياتوالي وروسته يوشمېر دولتي ودانيو او عامه تاسيساتو ته هم زيانونه اوښتي دي.

لغمان: پر کابل- جلال اباد لویې لارې ټرافیکې پېښو ۲۰ تنه وژلي

د افغانستان په لغمان ولايت کې له دې وړاندې هم ټرافيکو پېښو مرګ ژوبله اړولې ده. (انځور: ارشيف)

پر کابل- جلال اباد لویه لاره د موټرو د ټکر په دوو جلا جلا پېښو کې ۲۰ تنه وژلي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د لغمان ولايت د والي ویاند اسدالله دولت زي نن (د جولای ۳۱مه) مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د قرغیو ولسوالۍ اړوند نارنج باغ سیمه کې د یوه کاسټر او سراچه موټر د ټکر له امله اته تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د دولت زي په خبره، په ټپیانو او مړو کې مېرمنې او کوچنیان هم شامل دي. نوموړی زیاتوي، دغه راز پر همدې لار نن سهار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیز خان کڅ سیمه کې د یوې ټوډي موټر او دوه سراچه ډوله موټرونو د ټکر له امله ۱۲ تنه مړه شوي او اته نور سخت ټپیان شوي دي.

افغان حکومت وايي، اسناد ښيي چې سلسله عليخېل تښتول شوې

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر لور سلسله عليخېل. انځور- ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټول ترلاسه شوي اسناد ښيي چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور د جولای پر ۱۶مه تښتول شوې او شکنجه شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره د جولای پر ۲۹مه له هغه وروسته په یوه اعلامیه کې وکړه چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل، د افغانستان د سفیر لور سلسله علیخېل له پاکستانه وتلې خو په ترلاسه شویو تصویرونو کې نه ثابتېږي چې هغه دې تښتول شوې یا ځورول شوې وي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېڅ دلیل هغه جرم توجیه کولای نه شي چې د طبي راپورونو او نورو اسنادو پر اساس ثابت شوی وي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت همداراز وايي، د پاکستان حکومت له نړیوالو ژمنو او تړونونو سره سم د ډیپلوماتیکو استازیو، افغان ډیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو غړیو د امنیت ساتنې ذمه واري لري.

دغه وزارت له پاکستانه غوښتي چې د پېښې د څېړنې په اړه خپلې هڅې چټکې کړي، د هغې عاملان سمدستي ونیسي او سزا ورکړي.

افغانستان د دې پېښې په اعتراض کې خپل سفیر او ډیپلوماتان له اسلام اباد څخه وربللي دي.

نور وښیئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG