د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډانلد ټرمپ د ۷۴۰ اربه ډالرو کلنی دفاعي بجټ ویټو کړ


د ولسمشر ټرمپ د لاسليک نه کولو له امله دا بجټ رد وګڼل شو.
د ولسمشر ټرمپ د لاسليک نه کولو له امله دا بجټ رد وګڼل شو.

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۷۴۰ بيليونو ډالرو د هغه کلني دفاعي بجټ پر بيل لاسليک و نه کړ چې د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا کانګرس منظور کړی وو.

د ولسمشر د لاسليک نه کولو له امله دا بجټ رد وګڼل شو.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې دا ځکه ویټو کړ چې د ملي امنيت لپاره پکې ډېر مهم شيان نه وو ورګډ شوي.

هغه د استازو جرګې يا ايوان نماينده ګان ته په يوه پېغام کې ويلي چې دا بجټ د چين او روس لپاره ډالۍ ده خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی کړی چې له دې خبرې یې څه مطلب دی.

XS
SM
MD
LG