په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر یو شواروز کې ۱۰۵ کسان مړه کړي چې ورسره په هغه هېواد کې د یادې ناروغۍ له وجې د مړو ټول شمېر ۹،۰۱۰ تنو ته ورسېده.
په پاکستان کې د کورونا وایرس وبا په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په هغه هېواد کې په تېر یوه شواروز کې نور څه د پاسه ۲،۷۰۰ کسان کورونا وایرس وهلي چې ورسره د کورونا ناروغانو ټول شمېر له ۴۴۵،۰۰۰ اوښتی خو څه د پاسه ۴۱۶،۰۰۰ له ناروغۍ رغېدلي هم دي.
په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې
د امریکا جانز هاپیکز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر ډېسېمبر ۱۶مې په ټوله نړۍ کې ۷۳،۵۱۰،۷۱۸ کسان په کورونا اخته شوي دي.
د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۶۳۵،۹۹۵ ته رسېدلی دی. خو ۴۱،۶۴۰،۵۸۵ ترې بیرته رغېدلي هم دي.
په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.
د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوی چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.
په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.