دا ځل د کورونا وایرس جهاني وبا له امله د اټلي په مرکز روم کې د یو لوی تقریب پرځای انلاین غونډه وشوه.
د ورلډ فوډ پروګرام مشر ډیویډ بیسلي د ډېسېمبر پر ۱۰مه د خپلې ادارې په استازیتوب دغه مېډل حاصل کړ او جایزه یې له لوږې سره د مبارزې په خاطر (( عملي اقدام)) وبلله.
نوموړي وویل: "د زیاتو جګړو، ماحولیاتي بدلون، په پراخه کچه لوږه د یوې سیاسي او پوځي وسیلې په توګه کارولو او د کورونا وایرس جهاني وبا له امله د حالاتو د لا نور خرابېدلو له لاسه د نړۍ ۲۷۰ میلیونه خلک د قحطۍ پر لور روان دي."
په ناروې کې د نوبیل امن جایزې کمیټۍ د خوړو نړیوالې ادارې ته دغه ایوارډ د هغو هلو ځلو په خاطر ورکړ چې په جګړو کې د یوې وسیلي په توګه د لوږې نه د استفادې پر ضد یې تر سره کړې ده.