عمران خان پر ولس غږ کړی چې د کورونا وايرس مخنيوي پر حکومتي لارښوونو په سختۍ سره عمل وکړي.
عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د کورونا وایرس تازه صورتحال په اړه د قامي همکارۍ کمیټۍ غونډې وروسته وويل چې په هسپتالونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر په زياتېدو دې او له ګڼې ګوڼې سره وايرس په تېزۍ سره خوريږي. ده وويل چې په هسپتالونو کې تر څلوښت فيصده د کوويډ۱۹ ناروغان داخل دي.
عمران خان پر اپوزیشن ګوندونو غږ وکړ چې تر دوه ، دريو مياشتو پورې له جلسو ډډه وکړي ځکه چې د خلکو په راغونډېدو سره د وایرس د خورېدو زیات امکان وي.