د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: تېر شواروز له کورونا ناروغۍ ۵۴ تنه مړه شوي


ډاکټران وايي، د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
ډاکټران وايي، د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د پاکستان د روغتيا څانګې وېبپاڼې تر مخه دا وايرس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۳،۱۱۳ زيات کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو ټول شمېر تر درې لکه ۸۹ زره اوښتی دی.

د نومبر تر ۲۶مې له دې وايرسه په پاکستان کې ۷،۸۹۷ کسان مړه شوي خو تر درې لکه ۳۵ زره زيات کسان بیرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې چارواکي او ډاکټران وايي چې په دې هېواد کې د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

په دې دوران کې د پېښور او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې سلګونه ډاکټران او روغتياپان کورونا وايرس وهلي دي.

حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر په ځېنو سيمو کې سمارټ لاکډوان يا نرم ټولبند هم لګولی دی.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران د نومبر پر ۲۵مه په لاهور کې د يوې وينا پر مهال ويلي چې ولس دې له احتياطي تدابيرو کار واخلي خو د ده په وينا دا ځل به کاروبارونه، کارخانې او له روزګار سره تړلي شيان نه بندېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG