د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک لبیک پاکستان خپله درنا ختمه کړه


په ۲۰۱۸ز کال تحریک لبیک پاکستان د اسیه بي بي د پرېښولو خلاف لاریون راېستلی وو چې سپریم کورټ دې خپله کړې فیصله بیرته واخلي. ۲۰۱۸، ۳۱م اکتوبر
په ۲۰۱۸ز کال تحریک لبیک پاکستان د اسیه بي بي د پرېښولو خلاف لاریون راېستلی وو چې سپریم کورټ دې خپله کړې فیصله بیرته واخلي. ۲۰۱۸، ۳۱م اکتوبر

د تحريک لبیک پاکستان مشرانو له حکومت سره تر کامیابو مذاکراتو وروسته د نومبر پر ۱۶مه د شپې ناوخته خپله درنا ختمه کړه.

د مذهبي چارو د وفاقي وزیر نور الحق قادري په مشرۍ بېګا ماښام یو حکومتي وفد د لبیک له مشرانو سره اوږدې خبرې وکړې او پر څلورو نکاتو دواړه غاړې سلا شوې.

په دغو څلورو خبرو کې په راروانو درېوو میاشتو کې د پارلېمان له لارې د قانون جوړولو وروسته د فرانس سفیر له هېواده اېستل، فرانس ته د پاکستان سفیر نه لېږل، د فرانسويو شیانو په سرکاري توګه بایکاټ اعلانول او د دوی نیول شوي غړي خوشې کول شامل دي.

تحريک لبيک پاکستان په فرانس کې د اسلام پيغمبر خاکې شايع کولو پرضد د نومبر پر ۱۵ مه د راولپنډۍ لياقت باغ څخه تر فيض اباد پورې ناموس رسالت رېلي راوويسته او هم هلته په درنا کېناستل.

د راولپنډۍ ضلعي انتظاميې ترمخه د تحريک لبېک مشرانو د دغه لاریون کولو لپاره اجازت نه وو غوښنې نو ځکه د پولېسو او د لبېک د ځینو غړیو ترمنځ نښتې وشوې او ځینې کسان یې ونیول شول.

په ۲۰۱۷ز کال کې هم له لبېک مشرانو سره د خپلو پلویانو د هغه وخت د وفاقي حکومت خلاف یوه احتجاجي درنا کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG