د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بایډن له کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره ځانګړی ډله ګوماري


جوبایډن
جوبایډن

ټاکل شوې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د نومبر پر نهمه له کورونا وایرس سره د مبارزې په هدف د سلاکارانو د یوې ځانګړې ډلې جوړول اعلان کړي.

بایډن د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ژمنه کړې وه چې د کورونا وایرس د کنټرول په چارو کې به هېڅ ډول هڅه و نه‌ سپموي.

امریکايي رسنیو د نومبر پر اوومه ولسمشریزو ټاکنو کې د بایډن د بریا اعلان وکړ چې تر هغې وروسته نوموړي وویل، له کووېډ-۱۹ وبا سره یې مبارزه د کارونو په سر کې ده او یوه ځانګړې ډله ورته ګوماري.

بایډن تر دې مخکې له کورونا وایرس سره د ډانلډ ټرمپ د ادارې پر چارو نیوکه کړې وه.

په امریکا کې په کورونا واروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۰ میلیونو اوښتی او تر اوسه څه باندې ۲۳۰،۰۰۰ کسان ترې مړه شوي دي او میلیونونه رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG