د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر: لواړګي روغتون کې د کورونا وبا درملنې نوې څانګه پرانيستل شوې


 په تورخم کې چارواکي وايي، له افغانستانه یې د ورتلونکو ټولو خلکو د معاینې انتظام کړی دی
په تورخم کې چارواکي وايي، له افغانستانه یې د ورتلونکو ټولو خلکو د معاینې انتظام کړی دی

د خيبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر روغتیايي چارواکي وايي، د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي لپاره یې پر تورخم د وراوښتونکو د معاینې انتظام کړی او د لواړګي په روغتون کې یې یوه ځانګړې څانګه فعاله کړې ده.

د لواړګي د روغتون مشر ډاکتر نېک داد اپرېدي پرون (د نومبر پر پينځمه) مشال راډيو ته وویل، د جاپان په مالي مرسته یې په روغتون کې نوې خونې جوړې کړې دي، سامان او الات یې تیار کړي او دواګانې یې ایښې دي.

هلته په تورخم کې چارواکي وايي، له افغانستانه یې د ورتلونکو ټولو خلکو د معاینې انتظام کړی دی او که څوک تبه ولري نو د لواړګي روغتون ګوښه خونو ته به یې استوي.

د پاکستان حکومت پر خلکو ټینګار کړی دی چې د کووېډ-۱۹ دویمې څپې خپرېدو له وجې دې ټولې احتیاطي لارښوونې عملي کړي او ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ۱،۳۷۶ نوې پېښې ثبت شوې دي. د ناروغۍ په اړه حکومتي ووبپاڼه وايي، د نومبر شپږمې تر سهاره په هېواد کې د کورونا وایرس د رسمي پېښو شمېر ۳۴۰،۲۵۱ ته لوړ شوی چې ورڅخه یې ۳۱۷،۰۸۶ کسان رغېدلي خو کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر اوسه ۶،۹۲۳ کسان مړه کړي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG