د لاسرسي ځای

تازه خبر

ویانا کې ترهګریز برید څلور تنه وژلي، ګڼ ژوبل


د اسټریا پولیس د پېښې په سیمه کې
د اسټریا پولیس د پېښې په سیمه کې

د اسټریا په پلازمېنه ویانا کې په یوه ترهګریز وسله واله برید کې څلور تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د اسټریا وزیر اعظم سباستیېن کرڅ دا پېښه یو (له کرکې ډک ترهه ګر برید) بللې دی.

د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر کارل نیهامیر نن (د نومبر درېمه) وویل په دې برید کې دوه ښځې او دوه سړي له ژوبلېدو وروسته مړه شوي دي.

یو مشکوک برید ګر چې ټوپک ورسره وو او جعلي ځانمرګی جیکټ یې اغوستی وو، پولیسو په ډزو وژلی دی.

نیهامر د اسټریا (اې پي اې) خبري ایجسنۍ ته ویلي، وژل شوی بریدګر شل کلن وو، د مقدونیا او اسټریا غبرګ شهریت یې درلود او مخکې هم په ترهګرۍ کې سزا شوی وو.

نوموړي هم دا راز ویلي چې تر اوسه د ۱۵ کورونو تالاشي شوې او یو شمېر کسان نیول شوي دي.

بلخوا د (اې پي اې) خبري ایجسنۍ د رپورټ ترمخه له ویانا تقریباً ۶۵ کلومیټره لرې د اسټریا په یوه بل ښار کې هم له دې برید سره په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

که څه هم معلومه نه ده چې په دې برید کې څومره وسله وال شامل دي خو نیهامیر وايي د چارواکو په اند په دې کې تر یوه زیات وسله وال شامل دي چې د لټون لپاره یې زر (۱۰۰۰) تنه امنیتي اهلکار ګومارل شوي دي. د نوموړي په وینا ګاونډيو هېوادونو هم ورته په دې لړ کې د مرستو وړاندیز کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر پر ولس غږ کړی چې د نومبر پر درېمه دې په کور دننه اوسي او ماشومان دې هم سکولونو او وړکتونونو ته نه لېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG