د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړي یو: هند او منځنۍ اسیا هېوادونه


قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه غونډه کې په افغانستان کې پر داسې سولې ټینګار وشو چې واک‌ یې د افغانانو وي.

په دې غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ انلاین ترسره شوه، اصلي اجنډا یې د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا وه.

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د مېلمه په توګه په دې غونډه کې برخه واخیسته.

د هند، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په ګډ بیان کې وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې د داسې بهیر ملاتړ کوي چې مشري یې د افغانانو وي، مالکیت‌یې د افغانانو وي او واک ‌یې هم له افغانانو سره وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG