د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

میدان وردګ نښته کې ۲۱ وسله وال طالبان 'وژل' شوي

افغان چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د والي محیب‌الله شریف زوی نن مشال راډيو ته وویل چې دغه وسله‌وال له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې هله ووژل شول چې پر یوشمېر امنیتي پوستو یې ډله‌ییز برید کاوه.

نوموړی وايي، تېره شپه لسګونه وسله‌والو طالبانو د سیداباد ولسوالۍ په عبدالمحی الدین سیمه کې غوښتل چې پر د امنیتي ځواکونو برید وکړي چې د افغان امینتي ځواکونو د غبرګون په پایله کې ۱۶ وسله‌وال مخالفین وژل شوي.

شریف زوی زیاتوي د دې تر څنګ د نرخ ولسوالۍ په دراني سيمه کې هم د قاري اسماعیل په ګډون ۵ کسه وسله‌وال مخالفین وژل شوي هغه مهال ووژل شوه چې غوښتل يي دغلته پر امنیتي پوستو برید وکړي.

دغه چارواکي وايي، چې یو شمېر وسلې او مهمات يې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت پر خپل ټوېټر په نرخ کې د برید په اړه خبر خپور کړی دی.

هغه لیکلي چې د امریکا هوايي ځواک بېګا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او د امریکا – طالبانو د دوحې تړون په اساس د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې هوايي برید وکړ او ۵ طالب وسله وال یې ووژل.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه‌ دي ویلي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

د امریکا "استازو جرګې" د ولسمشر بایډن د کورونا وایرس د مرستو پروګرام منظور کړ

دې سېنېټ په امریکا کې د یو ساعت کار په بدل کې کم تر کم ۱۵ ډالره ورکول ټاکلي دي چې د پخوا په نسبت یې په دې پیسو کې دوه چنده اضافه کړې ده.

د امریکا استازو جرګې د ولسمشر جو بایډن د کورونا وایرس یو اعشاریه نهه ټریلیونه ډالرو د مرستو پروګرام منظور کړی دی.

د فبرورۍ پر ۲۷مه سهار وختي د بیل په حق کې ۲۱۹ رایې وکارول شوې خو هېڅ ریپبلکن استازي خپله رایه ونه کاروله. دا بیل به اوس د ډیموکریټ ګوند اکثریت لرونکي سېنېټ ته وړل کېږي.

جو بایډن په انتخاباتي کمپین کې د یو ساعت کار په بدل کې د څه د پاسه اوو ډالرو پر ځای د ۱۵ ډالره ورکولو ویلي ول. د بایډن د دې مرستو له لارې به زیاتره امریکایانو ته سړي سر ۱۴۰۰ ډالره ورکول کېږي او دغسې په اربونو ډالره به د واکسینو د رسايۍ زیاتولو، د سکولونو بیرته پرانیستو او د ولسي او ریاستي حکومتي ادارو د مرستو لپاره کارول کېږي.

د کورونا وایرس د مرستو پروګرام به د بې روزګاره کسانو د مراعاتو لړ کې او هغو خلکو سره هم مرسته وکړي چې د کورونو کرایې نه شي ورکولای.

ولسمشر بایډن وايي چې دا مرستې به د اقتصادي ستوزنو سره مخ امریکایانو سره کومک وکړي خو د ریپبلکن ګوند غړي وايي چې دا پلان له حده زیات دی او پکې هغه پالیسیانې موجودې دي چې له وبا سره تړلې نه دي.

سکر کې د تحریک طالبان پاکستان دوه غړي وژل شوي: کراچۍ پولیس

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، دې وسله والو د سند صوبې په حساسو ځایونو کې د بریدونو پلان درلوده. ارشیف- انځور 

د کراچۍ پولیس د فبرورۍ پر ۲۷مه په سکر کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د دوو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د سي ټي ډي پولیسو مشر مظهر شهواني لخوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې وسله والو د سند صوبې په حساسو ځایونو کې د بریدونو پلان درلوده.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې لیکلي، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره تړاو لرونکي دوه وسله وال ولایت خان او شاه محمود د پولیسو سره د ډزو پر مهال ژوبل شوي ول چې وروسته یې په روغتون کې د ژورو زخمونو له کبله ساه ورکړه. د سي ټي ډي پولیسو مشر مظهر شهواني ویلي چې ځانګړو پولیسو د یوې پټې اطلاع د ترلاسه کولو نه پس په سکر سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان پر غړو چاپه وهلې وه. پولیسو د ډزو په تبادله کې خپلې غاړې ته د اوښتي ځاني زیان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بلخوا د پاکستان پوځ هم په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو طالبانو د يوه مهم قومندان د وژلو ادعا کړې. د پوځ د عامه اړيکو څانګې د فبرورۍ پر ۲۶مه په يوه اعلاميه کې ويلي ول، نورستان چې په حسن بابا يې هم شهرت درلود، د جنوبي وزيرستان په تيارزه سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره د دوه اړخيزو ډزو پر مهال ووژل شو.

اعلاميه زياتوي چې پوځ ته د تيارزه په ښاروانګې سيمه کې د نوموړي د موجودګۍ پټ خبر رسېدلی و. د اعلاميې له مخې، نورستان د سړک غاړې ماينونو جوړولو ماهر او له ۲۰۰۷ز کال راهيسې تر ۵۰ زياتو امنيتي سرتيرو په وژنه کې ککړ و.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دې دواړو پېښو په اړه څه نه دې ويلي.

نایجیریا کې له یوه ښوونځي څخه ۳۱۷ نجونې لا درکه شوي

 پولیسو د فبرورۍ پر ۲۶مه ناوخته له سکول څخه د ۳۱۷ نجونو اغوا کېدل تایید کړل. ارشیف- انځور

د نایجیریا په شمال کې د فبرورۍ پر ۲۶مه پر یو سکول د ګڼو وسله والو تر حملې وروسته په سلکونو نجونې لا درکه شوې دي.

پولیسو د فبرورۍ پر ۲۶مه ناوخته له سکول څخه د ۳۱۷ نجونو اغوا کېدل تایید کړل. د زمفاره ایالت په سرکاري سیکنډري سکول کې دا پېښه، په نایجیریا کې په تېرو لسو ورځو کې دا د خپل نوعیت دوهمه پېښه ده چې مخې ته راځي.

یو پلار نصیرو عبدالاهي ایسوشيټیډ پریس ته ویلي چې د سکول د معلوماتو له مخې ۳۰۰ نجونې لادرکه دي. د عبدالاهي دوه لوڼې چې عمرونه یې لس او دیارلس کاله دي، په تښتول شوو کې شاملې دي.

د سیمې اوسېدونکي موسا مصطفا ویلي چې وسله والو په پوځي کیمپ او پوستې هم بریدونه کړي.

د اطلاعاتو ایالتي کمیشنر سلیمان توناو انکا ویلي چې وسله وال په ګاډو کې سکول ته ورغلي ول او ځینې نجونې یې په زوره له ځانه سره بېولې دي.د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونه د پېښې پر پلټنه بوخت دي.

په شام کې د امریکا بریدونه د ایران لپاره خبرداری دی: بایډن

د امريکا ولسمشر جوبايډن

د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، په شام کې د ايران ملاتړې ملېشې پرضد بريدونو ته بايد تهران داسې وګوري چې دا د نورو څه قسمه جارحانه کارروايانو پرضد يو خبرداری دی.

د فبرورۍ پر ۲۶مه چې کله خبريالانو له جوبایډن پوښتنه وکړه چې په شام کې د امریکايي بریدونو اجازت ورکولو له لارې هغه څه پېغام لېږل غوښتل؟ نو امریکايي ولسمشر وویل: " تاسو له خپلو اعمالو مستثنا نه ياست."

نوموړي زياته کړه چې (محتاطه اوسئ). بايډن دا څرګندونې په طوفان ځپلي ايالت ټېکساس کې د امدادي هلو ځلو د جاج اخيستو پر مهال په هيوسټن کې وکړې.

د امريکا دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۵مه هوايي بريدونه د هغو راکټي بريدونو په ځواب کې اعلان کړل چې د دې مياشتې په لومړيو کې پر هغه عراقي پوځي مرکز شوي ول چې امريکايي او ايتلافي ځواکونه پکې وو.

وزارت وايي، په داسې کولو سره يې يو واضح پيغام ورکړ چې ولسمشر بايډن به د امريکايي او ايتلافي اهلکارو د خونديتوب لپاره ګام اخلي.

د امريکا دفاع وزارت وايي، دوو اېف ۱۵ ای جنګي الوتکو يې د شام په مشرقي برخه کې پر هغو تنصيباتو اووه هدف ويشتونکې وسلې کارولي چې اورپکو کارول.

ګمان کېږي چې دا اورپکي پر امريکايي او نورو ځواکونو په بريدونو کې ککړ ول.

دفاع وزارت وايي، د بايډن لخوا د ولسمشرۍ څوکۍ تر سنبالولو وروسته د نوموړي انتظاميې لخوا په دې لومړي پوځي اقدام کې يې د عراق او شام پر سرحد د کنټرول پر نقطه يوشمېر هغه تنصيبات په نښه کړي دي چې يو شمېر ايران ملاتړو ملېشو کارول. په دې کې عراقي شيعه ډلې هم وې.

برما کې د کودتا ضد لاریونونه دوام لري

برما په تر ټولو لوی ښار ينګون کې امنيتي ځواکونو تر ۱۰۰۰ زياتو کودتا ضد مظاهرچيانو تيت و پرک کولو لپاره د خبردارۍ ډزې کړې دي.

دغه مظاهرچيان نن سهار د ينګون د يو مشهور سوداګريز مرکز مخ ته راغونډ شوي ول او د کودتا غندنه يې کول او پر ضد يې شعارونه ورکول.

پر دې مهال د امنيتي ځواکونو شمېر زيات و او ساحې ته يې اوبه شیندونکی توپ هم راوړی و.

کله چې شاوخوا ۵۰ بلوه ضد پوليس د مظاهرچيانو مخې ته راغلل نو د خبردارۍ ډزې واورېدل شوې او لږ تر لږه يو مظاهرچي ونيول شو. امنيتي ځواکونو مظاهرچيان تر پايه تعقيبول کله چې هغوی پر لوی سړک او نورو لارو روان ول.

بلخوا پرون د پوځ ملاتړ لرونکو پر کودتا ضد مظاهرچيانو د اوسپنې په راډونو او چاقووانو سره بريد وکړ او ډېری يې ژوبل کړل. د برما پوځ د روان ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د انګ سان سوچي منتخب حکومت پر ضد کودتا وکړه او هغه يې ونيول. نوموړې له کودتا راهيسې نه ده ليدل شوې. نن د انګ شاوخوا ۵۰ پلويانو په ينګون کې د هغې د کور مخې ته عبادت وکړ.

لوېديځ هېوادونه دې د م م له قرارداد سره سم چلند وکړي: جواد ظریف

د ایران بهرینو چارو وزیر جواد ظریف.

له هغه وروسته چې امريکا د شام په ختيځ کې د ايران پلوه مليشو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل، ايران پر لوېديځو هېوادونو غږ کړی چې د ملګرو ملتونو له قرارداد سره سم چلند وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف نن(د فبرورۍ پر ۲۶مه) له خپل شامي سيال سره له هغه څو ساعته وروسته خبرې وکړې چې د امريکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې دا هوايي بريدونه يې تېره مياشت په عراق کې د امريکا او ايتلافي ځواکونو پر اډه د راکټي حملو په غبرګون کې کړي دي.

د ايران يوې حکومتي وېبپاڼې ويلي چې د ايران او شام د بهرنيو چارو وزيرانو د ټېليفوني خبرو پرمهال ټينګار وکړ چې لوېديځ هېوادونه بايد د شام په اړه د ملګرو ملتونو پر قرادادونو عمل وکړي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې دوی د ملګرو ملتونو د کوم قرارداد خبره کوي. د امريکا دفاع وزارت ويلي و چې دغه بریدونه يې د شام او عراق پر پوله د کنټرول پر نقطه پر هغو ګڼ شمېر تاسیساتو کړي چې د ایران پلوه ملیشه ډلو لخوا کارول کېدل.

په دې ډلو کې عراقي شيعه ډلې کتيب حزب الله او کتيب سید الشهدا هم شاملې دي. دا د امريکا د نوي ولسمشر جوبايډن د ادارې لخوا لومړی پوځي اقدام و.

جنوبي وزیرستان کې مو کمندان نورستان وژلی: د پوځ ادعا

پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو طالبانو د يوه مهم کومندان د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې نورستان چې په حسن بابا يې هم شهرت درلود، د جنوبي وزيرستان په تيارزه سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره د دوه اړخيزو ډزو پر مهال ووژل شو.

اعلاميه زياتوي چې پوځ ته د تيارزه په ښاروانګې سيمه کې د نوموړي د موجودګۍ پټ خبر رسېدلی و. د اعلاميې په وينا نورستان د سړک غاړې ماينونو جوړولو ماهر و او له ۲۰۰۷ز کال راهيسې تر ۵۰ زياتو امنيتي سرتيرو په وژنه کې ککړ و.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

پرامنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی: قریشي

عمر داودزی پاکستان ته څلور ورځې سفر. ۰۸/۰۱/۲۰۱۹

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې باثباته او پرامنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

د پاکستان سرکاري راډيو د فبرورۍ پر ۲۵مه خبر ورکړ چې د افغانستان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي له بهرنيو چارو وزير سره په اسلام اباد وليدل.

د ملاقات پرمهال قریشي د دواړو هېوادونو ترمینځ د لوړې کچې سفرونو یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې دا راشه درشه به د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

شاه محمود قریشي د افغانستان سولې پروسې سره د پاکستان پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې وزیر اعظم عمران خان تل ټینګار کړی چې د افغانستان شخړې پوځي حل نه شته.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې بين الافغاني خبرې اترې د یو خپلواک، سوله ایز او ثبات لرونکي افغانستان لپاره خپلو مطلوبو اهدافو ته ورسوي.

امریکا په شام کې پر ایران پلوه ملېشو هوایي بریدونه کړي

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بریدونه د شام او عراق پر پوله د کنټرول پر نقطه په یو شمېر تاسیساتو شوي چې د ایران پلوه ملیشه ډلو لخوا کارول کیده. ارشیف- انځور

د امريکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي دي چې د شام په ختیځ کې د عراق پر پوله د ایران پلوه ملېشو پر تاسیساتو يې هوايي بريدونه کړې دي.

د دفاع وزارت وویل چې د فبرورۍ ۲۵مې بریدونه د دې میاشتې په سر کې د امريکا او ایتلافي ځواکونو پر اډو د راکټي حملو په ځواب کې شوي.

پنټاګون وویل"عملیات یو څرګند پیغام استوي: ولسمشر جو بایډن به د امریکایي او ایتلافي ځواکونو ساتنه کوي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بریدونه د شام او عراق پر پوله د کنټرول پر نقطه په یو شمېر تاسیساتو شوي چې د ایران پلوه ملیشه ډلو لخوا کارول کېده.

په دې کې عراقي شيیعه ډلې کتيب حزب الله او کتيب سید الشهدا هم شاملې دي.

د فبرورۍ پر ۱۵مه د عراق نیمه خودمختاره کردستان سیمې د پلازمینې اربیل نړیوال هوايي ډګر پر نظامي اډه د توغندیو بريد کې یو ملکي قراردادي وژل شوی وو او يو امريکايي ژوبل شوي وو.

يو ورځ وروسته د بغداد په شمال کې د امریکایي ځواکونو پر استوګنځي بريد کې يو ټېکېدار ژوبل شوی وو.

د دې اوونۍ په سر کې په بغداد کې د امريکا پر سفارت هم راکټي بريد شوي وو.

د پنجاب، ډسکه ضمني -ټاکنې کالعدم، پر ۱۸ مارچ بیا ټاکنې کېږي

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۱۸مه د پنجاب په سیالکوټ کې د ډسکې پر حلقې د بیا انتخاباتو کولو اعلان کړی دی.

دا اعلان د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ یوې پینځه کسیزه کمېټۍ نن په ضمني انتخاباتو کې د درغلۍ د تورونو په اړه د قضیې تر اورېدنې وروسته کړی.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د پاکستان مسلم لیګ (ن) نوماندې نوشین افتخار د قامي اسمبلۍ د ۷۵مې حلقې په ضمني انتخاب کې د درغلۍ او د پریزایډینګ افسرانو ورکولو تور پورې کړی وو.

په عین وخت کې د واکمن تحریک انصاف نوماند علي اسجد د حلقې په ۲۰ انتخاباتي مرکزونو کې د بیا انتخاباتو غوښتنه کړې وه. انتخاباتي کمېشن وار له مخې د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره د انتخاباتو نتیجه ځنډولې وه.

د جرمني څارنوالانو پر خپل یوه وګړي د جاسوسۍ تورونه لګولي

د څارنوالانو په خبره، د روسي سفارت کارکوونکی "اصلاً د روسیې پوځي استخباراتو (جي ار یو) لپاره کار" کوي. ارشیف- انځور

پر دې سړي شک دی چې په برلېن کې یې د جرمني د پارلېمان ودانۍ نقشه روسیو استخباراتو ته ورکړې.

چارواکو د مشکوک کس نوم یوازې ینز اېف ښوولی او وايي چې هغه له یوه شرکت سره کار کاوه چې بونډسټاګ یا د جرمني ولسي جرګې ورسره په ودانۍ کې د برېښنايي الاتو د باقاعده معاینې قرارداد کړی وو.

څارنوالانو ویلي، ودانۍ ته د لاسرسۍ له وجې دې کس د پارلېمان نقشې غونډې کړې وې او د ۲۰۱۷ز کال په اوړي کې یې په برلېن کې د روسي سفارت یوه کارکوونکي ته ورکړې وې.

د څارنوالانو په خبره، د روسي سفارت کارکوونکی "اصلاً د روسیې پوځي استخباراتو (جي ار یو) لپاره کار" کوي.

د جرمني چارواکو په سمدستي ډول پر دې موضوع نور تفصیل نه دی ورکړی.

د ارمنیا پوځ پر وزیراعظم د استعفا ورکولو غږ کړی

وزیراعظم نېکول پاشینیان

د ارمنیا پوځ له وزیراعظم نېکول پاشینیان او د هغه له حکومته د استعفا ورکولو غوښتنه کړې، خو وزیراعظم دعوه کړې چې دا د پوځي کودتا هڅه ده.

د پوځ د مشر دفتر مطبوعاتي ویاند سموېل اساتریان نن(د فبرورۍ پر۲۵مه) په بیان کې ویلي چې دا غوښتنه یې د غیر معقولو دلایلو پر اساس د پوځ د مشر د لومړي مرستیال د ګوښه کولو پر ضد د کلک احتجاج په توګه کړې.

د پوځ بیان وايي،" حکومت دا کار د ارمنیا د ملي او دولتي ګټو ته له پام کولو پرته کړی. او په داسې سختو شرایطو کې دا ډول پرېکړه د دولت ضد ده او غیر مسوولانه اقدام دی."

پوځي بیان زیاتوي: "د ارمنیا جمهوریت وزیراعظم او حکومت به په دې مشکل وخت کې د ارمنيو وګړو لپار نور مناسبې فیصلې ونکړای شي."

تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایا پوځ به د خپل بیان د ملاتړ لپاره ځواک وکاروي او که نه.

پاشینیان د دندې پرېښودو غوښتنه رد کړې او پر ځای یې د پوځ د مشر اونېک ګاسپریان د ګوښه کولو اعلان کړی.

نوموړي همدارز پر خپلو ملاتړیو غږ کړی چې د ارمنیا د پلازمېنې یرېوان مرکز ته ورغونډ شي.

عمر داودزی نن د افغان سولې په باب له پاکستانيو چارواکو سره غږېږي

پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی

ټاکل شوې چې د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی نن (د فبرورۍ پر ۲۵مه) په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمد قریشي سره وګوري.

نوموړی د فبرورۍ پر ۲۴مه د یوه پلاوي په مشرۍ په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد او بېګا یې د افغانستان لپاره د پاکستاني وزیراعظم عمران خان له ځانګړي استازي محمد صادق سره ولیدل.

د دې سفر هدف د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول خبرې کول دي.

د افغان ولسمشر ځانګړی استازی به د پاکستان او افغانستان د سولې د کمېټۍ په غونډه کې هم ګډون کوي.

دا کمېټي تېر کال په نومبر کې کابل ته د پاکستاني وزیراعظم عمران خان تر تګ وروسته جوړه شوې وه.

داودزی پر داسې مهال اسلام اباد ته تللی چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت مرکچي پلاویو ترمنځ خبرې له ډېسېمبر راهیسې د ځنډ ښکار دي.

د شام استخباراتو یو پخوانی کارمند د جرمني یوه عدالت په بند سزا کړی

د جرمني یو عدالت د شام د استخباراتو یو پخوانی کارمند د بشريت پر وړاندې د جرمونو د ملاتړ په تور په څلور نیم کاله بند محکوم کړی دی.

دا د نړۍ په کچه لومړی ځل دی چې په شام کې د کورنۍ جګړې پر مهال د سرغړونو په تور یو چا ته سزا اورول کېږي.

په کوبلینز کې سیمه یزه لوی عدالت د فبرورۍ پر ۲۴مه ایاد الغریب په ۲۰۱۱ز کال کې په دوما سیمه کې د لږ تر لږه ۳۰ حکومت ضد مظاهرچیانو د نیولو او بیا د دمشق په یوه داسې ځای کې د بندي ساتلو مجرم ګرځولی دی، چیرې چې هغه پوهېده چې دوی به شکنجه کېږي.

۴۴ کلن ایاد الغرب د شام په استخباراتو کې یو تیټ- پوړی چارواکی وو چې له شامه وتښتیده او په ۲۰۱۸ز کال کې د پناه لپاره جرمني ته ورسید.

هغه په کال ۲۰۱۹ز کې ونیول شو.

د بشري حقونو ډلو دا پرېکړه یو داسې ګام بللی دی چې په نتیجه کې به یې د شامي حکومت د هغه پخوانیو غړیو پرضد مقدمې جوړې شي او محاکمه به شي پر چا چې په جنګي جرمونو کې د لاس درلودو شک کېږي او اروپايي هېوادونو ته تښتېدلي دي.

اټومي تړون ته د ستنېدو لومړی ګام دې امریکا واخلي: ایران

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازی اسماعیل بقايي هامانه

ایران ویلي دي چې امریکا باید د تهران او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال د اټومي موافقې د خوندي کولو لپاره لومړي اقدامات وکړي.

دا خبره د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازي اسماعیل بقایي هامانه پرون (د فبرورۍ ۲۴مه) په جینیوا کې د بې وسلې کولو په اړه د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوې غونډې ته کړې ده.

تر دې یوه ورځ مخکې ایران په رسمي ډول د خپلو اټومي تاسیساتو نړیوال تفتیشونه محدودول پیل کړل چې د اقتصادي بندیزونو لیرې کولو او موافقې بیا پر ځای کولو لپاره پر واشنګټن او اروپايي هیوادونو فشار راولي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت په ۲۰۱۸ز له هغې موافقې ووت چې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې یې پر تهران زیاتره نړیوال بندیزونه ختم کړل.

اوس د ولسمشر جو بایډن حکومت د ټرمپ د پرېکړې د لغوه کولو په لټه کې دی خو د ایران له لوري د موافقې سرغړونه او د نړیوالو څارنو محدودول د دې کار د مشکلاتو ښکارندويي کوي.

د احسان الله احسان خوشېکونکي اهلکاران سزا شوي: پاکستاني پوځ ویاند

احسان الله احسان ارشیف-انځور

د پاکستان پوځ وايي، د طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان له بنده د تښتېدو ذمه وارو ته یې سزا ورکړې ده.

دا خبره د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴مه په راولپنډې کې د بهر ملکي میډیا ځيني خبریالانو ته د وینا پر مهال کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې له بنده د احسان الله احسان تېښته یوه جدي معامله وه چې بشپړې پلټنې یې شوي دي او د ذمه وارو پوځي چارواکیو پر ضد قانوني کاروایي شوې ده.

د پوځ ویاند وویل، د طالبانو پخواني ویاند د بیا نیولو لپاره هڅې روانې دي خو هغوی دا مهال د هغه د ځای ځایګي په اړه څه مالومات نه لري.

احسان الله احسان د ۲۰۱۷ز کال د فبرورۍ په میاشت کې خپلځان د پاکستان استخباراتي ادارو ته سپارلی وو. خو پروسږ کال (۲۰۲۰) د فبرورۍ په میاشت کې خبرونه خپاره شو چې هغه د امنیتي ځواکونو له ولکې تښتېدلی دی. وروستو بیا د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه هم د دغه خبر تصدیق وکړ.

تېره اوونۍ د احسان الله احسان له خپله ټویټره د نوبېلوالې او د تعلیم مبارزې ملاله یوسفزۍ ته دړکې ورکړې وې. په دغه اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د پوځ ویاند وویل چې د هغه د مالوماتو تر مخه دغه اکاونټ جعلي دی.

ملالې یوسفزۍ د احسان الله احسان د دغه ټویټ په غبرګون کې د پاکستان له پوځي چارواکو ځواب غوښتی وو چې پخوانی طالب ویاند مو له بنده څنګه ازاد شو؟ وروسته ټویټر ادارې د احسان الله احسان د ټویټر اکاونټ ورتاړه.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان پر ملالې یوسفزۍ له برید سره سره په پاکستان کې د یوشمېر ترهګرو بریدونو ذمه واري قبوله کړې ده. ملاله یوسفزۍ له برید وروسته د برتانیا برمنګهم ښار ته د درملنې لپاره یووړل شوه او لاهم هلته میشته ده.

د لاهور عدالت د حمزه شهباز ضمانت منظور کړ

لاهور های کورټ په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر او مسلم ليګ (ن) مخکښ حمزه شهباز د ضمانت درخواست منظور کړی دی.

د پاکستان ډان رسنۍ وايي چې په مني لانډرنګ يا تورو پيسو سپينولو په کېس کې د نېول شوي حمزه شهباز د ضمانت په درخواست نن( د فبرورۍ پر ۲۴مه) اورېدنه وشوه.

د احتساب قامي ادارې نېب لخوا ځانګړی څارنوال سيد فیصل رضا بخاري وړاندې شو او د حمزه شهباز لخوا وکيلان اعظم نذير تارړ او امجد پروېز وړاندې شول.

عدالت د دواړو خواو لخوا د دلايلو تر اورېدو وروسته د حمزه شهباز درخواست منظور کړ او ورته يې د يو يو کروړ روپو د دوو ضمانتي مچلکو د جمع کولو امر وکړ.

عدالت جېل چارواکو ته امر کړی چې د مچلکو تر جمع کولو وروسته حمزه شهباز خوشي کړي.

بلخوا د مسلم ليګ (ن) يو غړي عطا تارړ په لاهور کې له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل چې حمزه شهباز له تېرو شلو مياشتو راهيسې په ناحقه قېد و او پرې د يوې روپۍ کرپشن نه دی ثابت شوی.

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی داودزی د اسلام اباد په سفر دی

پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی

پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی د فبېرورۍ پر ۲۴مه د چارشنبې په ورځ (نن) اسلام اباد ته ورسېد.

د مشال رېډيو خبريال طاهر خان وايي چې دوادزی به له پاکستانيو چارواکو سره په افغان سولې پروسه خبرې کوي.

د افغان ولسمشر ځانګړی استازی به د سولې پروسې په اړه د پاکستان او افغانستان امن کمېټې په غونډه کې د خپل هېواد استازيتوب هم کوي. دغه کمېټه د تېر کال په نومبر مياشت کې افغانستان ته د پاکستاني وزيراعظم تر سفر وروسته جوړه کړل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مذاکراتي ټيمونو له نېږدې پنځو اونیو ځنډ وروسته د فبرورۍ پر ۲۲مه سره وليدل. د افغان حکومت مرکچي ټیم په خپل ټوېټر باندې په دې اړه یو لنډ بیان خپور کړی و. بلخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي دي چې په ياده ناسته کې د تماس ډلو ته دنده ورکړل شوه چې ناستو ته دوام ورکړي.

د سولې مذاکراتي ټیمونو په داسې وخت سره وکتل چې د طالبانو په ډلې باندې د افغان حکومت له خوا خبرو ته د نه حاضرېدو انتقادونه کېدل.

شمالي وزیرستان کې پوځ د ټي ټي پي د یوه قوماندان د وژلو ادعا کوي

په بيان کې راغلي چې د ډزو په تبادله کې د تحريک طالبان پاکستان حافظ ګل بهادر ډلې قومندان حسن عرف سجنا ووژل شو.

د پاکستان پوځ د فبرورۍ پر ۲۳مه په شمالي وزيرستان کې تر بندېز لاندې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان د یو مهم قومندان حسن عرف سجنا د وژلو ادعا کړې.

د پاکستان سرکاري راډيو د پوځ مطبوعاتي څانګې اې‌ اېس پي ار مشر په حواله د فبرورۍ پر ۲۳مه خبر ورکړې ‌چې امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د شمالي وزيرستان په ميرلي کې عمليات وکړل.‌

په بيان کې راغلي چې د ډزو په تبادله کې د تحريک طالبان پاکستان حافظ ګل بهادر ډلې قومندان حسن عرف سجنا ووژل شو.

‌ د پوځ په خبره حسن عرف سجنا په مبينه توګه په ميرلي کې د څلورو ښځينه کارکوونکو په وژنه کې ککړ وو او په یو شمېر نورو هدفي بریدونو کې یې لاس لرلو.

د پوځ ادعا په اړه وسله والې ډلې تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ پر ماشومانو د تشدد خلاف بل منظور کړی

د قانوني مسودې له مخه پر ماشومانو جسماني تشدد، ورته سپکې خبرې کول، دړکې ورکول، ویرول، ګرمې اوبه ورباندې اړول یا غوږونه یې تاوول او وهل به قانوني جرم وي.

دغه قانوني مسوده چې په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ نون ګوند غړې مهناز اکبر وړاندې کړ، د فبرورۍ پر ۲۳مه د اسمبلۍ ټولو غړیو په یوه خوله منظوره کړ.

د قانوني مسودې له مخه پر ماشومانو جسماني تشدد، ورته سپکې خبرې کول، دړکې ورکول، وېرول، ګرمې اوبه ورباندې اړول یا غوږونه یې تاوول او وهل به قانوني جرم وي.

هغه څوک چې په دې جرم کې ککړ وي ورته به هېڅ کله سرکاري نوکري هم نه ملاوېږي.

په مسوده کې د تعذیرات پاکستان د یو قانون د هغه مادې د ختمولو غوښتنه شوی چې وايي پلار، استاد یا بل څوک کولای شي د ماشوم د اصلاح لپاره ورته جسماني سزا ورکړي. خو په قانوني مسوده کې د ترمیم

غوښتنه په دې بنیاد شوی چې په دې سره پر ماشومانو د جسماني تشدد مخه نه شي نیول کېدای. دغه بل تر دې مه په اسلام اباد کې پر ماشومانو د تشدد مخنیوي لپاره دی.

دغه بل به اوس سېنېټ ته وړاندې کېږي چې د ولسمشر تر لاسلیک وروسته به د قانون برخه وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ماشومانو د تشدد ډېرې پېښې په سکولونو او مدرسو کې رپورټ شوي دي.

افغان چارواکي وايي، طالبانو د مرکزي بغلان د روغتون مسوول وژلی دی

خلیل الرحمان نرمگوی

افغان چارواکي وايي وسله والو طالبانو د فبرورۍ پر ۲۳مه مازیګر د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکتر خلیل الرحمن نرمګوی وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د نرمګوی وژل کېدل تایید کړي.

هغه ویلي، د تحصیلي کړیو د وژنې دوام دا قشر له منځه نه وړي بلکې د ده په خبره زرګونه نور ډاکټران، انجینران، خبریالان او دیني عالمان ژوند او کار ته ولاړ دي.

اخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوی په وژنې خواشیني ښودلې.

هغې په خپل ټوېټر لیکلي، د هدفي وژنو په لړ کې چې ټول افغانستان کې زیاتې شوي ګڼ ملکیان، فعالان او په کارپوه خلک له منځه وړل کېږي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلې.

پر سرکاري کمپیوټري شبکو د بریدونو ترشا د یوه هېواد لاس ښکاري: امریکا

د شرکتونو مشرانو د فبرورۍ پر ۲۳مه د کانګرس په استماعیه غونډه کې دا خبرې وکړې. ارشیف- انځور

د امریکا ټینکالوجۍ کمپنیانو مشرانو د فبرورۍ پر ۲۳مه د پارلېمان غړیو ته وویل چې په دا وروستیو کې پر شرکتونو او حکومتي کمپیوټري شبکو باندې حملې دومره پيچلې وې چې ښکاري یو هیواد یې ترشا لاس لري.

دوی وویل، شواهد د روس طرفته اشاره کوي.

په ډېسمبر کې شوی د انټرنیټي بریدونو په هکله دا لومړۍ اورېدونه وه. وروسته څرګنده شوه چې هیکرانو یا انټرنیټي غلو د یوې امریکايي کمپنۍ سولر ونډز لخوا جوړ د کمپیوټري نیټ ورک د انتظام په سوفټ وییر د یو ناوړه کوډ په وراچولو متاثره کړ.

وروسته دغه سافټ وییر د امریکا د حکومت مختلفو څانګو او بېلا بېلو امریکايي او اروپايي شرکتونو پر خپلو سسټمو ډاونلوډ یا ښکته کړ.

د امریکا استخباراتي چارواکو او د صنعت نورو سرچینو مخکې د پېښې لپاره د روس هیکران تورن کړي وو.

ماسکو پکې له لاس لرلو نه انکار کړی دی.

د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو سره ولیدل

قطر کې د سولې خبرو پیلېدا ورځ: ۱۲/۰۹/۲۰۲۰ (12.9.2020)

د افغانستان حکومت او طالبانو د سولې مذاکراتي ټيمونو له نېږدې پنځو اونیو ځنډ وروسته د فبرورۍ پر ۲۲مه ماښام سره لیدلي دي.

د افغان حکومت مرکچي ټیم په خپل ټوېټر باندې په دې اړه یو لنډ بیان خپور کړی.

په بیان سربېره د لیدنې په اړه د ټيم د یوه غړي غلام فاروق مجروح خبرې هم خپرې شوي چې وايي، د فبرورۍ پر ۲۲مه ماښام مهال په دوحه کې د افغانستان سولې مذاکراتو د دواړو ټیمونو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ ناسته وشوه.

د نوموړي په وینا په دغه لیدنه کې، په دې سلا وشوه چې د تماس ډلې به له مخکې ټاکل شوې اجنډا سره سم د اجنډا په جزییاتو کار وکړي او مذاکرات به نورمال او دوامداره توګه دوام وکړي.

اخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استولي پيغام کې د د فبرورۍ پر ۲۲مه ماښام ناستې یادونه کړې ده.

هغه ویلي ناسته په ښه فضا کې ترسره شوه او د تماس ډلو ته دنده ورکړل شوه چې ناستو ته دوام ورکړي.

وروستی وار دواړه ټیمونه د جنورۍ پر ۱۷مه په دوحه کې سره ناست وو.

د سولې مذاکراتي ټیمونو داسې وخت سره وکتل چې د طالبانو په ډلې باندې د افغان حکومت له خوا خبرو ته د نه حاضرېدو انتقادونه کېدل.

له اوېغورانو سره د چين چلند نسل-وژنه ده: کنېډا پارلمان

د کاناډا استازو جرګې له اوېغورانو سره د چين چلند نسل-وژنه بللې ده.

دا له هغه څو ساعته وروسته ده چې چين ادعا وکړه چې له اوېغور لږکيو سره يې چلند د بشري حقونو د پرمختګ په لړ کې يو ځلانده مثال دی.

د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه په متفقه توګه منظور شوي قراداد کې ويل شوي د چين اويغوران له نسل کشۍ سره مخامخ شوي او مخامخېږي.

د کاناډا پارلېمان د يو ترميم په حق کې هم رايې ورکړې چې په ۲۰۲۲ز کال کې په بېجنګ کې د ژمني اولمپک لوبو وخت په هغه صورت کې د اړولو غږ کوي چې که چېري له اويغورانو سره ناوړه چلند دوام وکړي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او کنېډا ترمنځ تعلقات خراب دي او اوسنی ګام ښايي بېجنګ نور هم خپه کړي.

چین په سېنکیانګ کې د عامه وژنې تورونه رد کړي

 چین سېنکیانګ کې د اوسېدونکو اویغور مسلمانانو او نورو لږکیو د ژوند د وضعې په اړه خپاره شوي دغه تورونه رد کړل او دا یې د چین خلاف له تهمته ډک راپورونه وبلل.

چین په سېنکیانګ کې د عامه وژنې تورونه رد کړي او وايي، د ملګرو ملتونو د څارونکو پر وړاندې یې دروازې پرانېستې دي.

بیجېنګ د فبرورۍ پر ۲۲مه په سېنکیانګ کې د اوسېدونکو اویغور مسلمانانو او نورو لږکیو د ژوند د وضعې په اړه خپاره شوي دغه تورونه رد کړل او دا یې د چین خلاف له تهمته ډک راپورونه وبلل.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پرون په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل، اویغور مسلمانان او نور اقلیتونه چې د هغوی په سېنکیانګ ایالت کې ژوند کوي له مذهبي ازادۍ او د کار له حقونو برخمن دي.

نوموړي له اقلیتونو سره د چین چلند د بشری حقونو په هکله د چین پرمختګ د «یو روښانه مثال» په توګه یاد کړ.

تر دې وړاندې د برتانیې بهرنیو چارو وزیر ډومنېک راب د فبرورۍ پر ۲۲مه د سېنکیانګ د اویغور اقلیتونو سره د چین د سلوک په غندلو سره ویلي ول چې دا په صنعتي کچه د شکنجې، جبري کار او د نسل بندۍ هڅه ده.

خو د چین بهرنیو چارو وزیر وویل، هیواد یې له قانون سره سم د ترهګرۍ پر ضد اقدامات کوي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG