د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه برید: د یوې کورنۍ څلور تنه وژل شوي


د کورمې په شلوزان کې پر موټر ګاړي د شوي بريد له امله څلور تنه وژل شوي دي.

د مالوماتو ترمخه د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه شپې مهال په یوه موټر ګاډي کې ناست د يوې کورنې پر غړو هله بريد شوی چې هغوی د خپل نوي کور په جوړولو اخته مزدورانو لپاره ډوډۍ وړله.

د پاړه چنار تاڼې ايس ايچ او ممتاز وايي، په پېښه کې درې تنه پر هغه ځای مړ شوي ول او يو بل تن نن په هسپتال کې ساه ورکړه.

هغه وايي، په مړو کې د دوو کالو يو ماشوم هم شامل دی.

د ا تنان د ډاکټر ممتاز له کورنې سره تعلق لري چې د چارواکو په خبره، ذاتي دښمني يې لرله او ممکن ده چې پر دغه خبره وژل شوي وي.

ايس ايچ او دا هم وايي، په پېښه کې ښکېل دوه تنه يې نيولي او له هغوي يې تفتيش روان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG