د افغانستان د لغمان چارواکي وایي چې د اکتوبر پر ۱۴مه سهار د مهترلام ښار عصمت چوک ته څېرمه د استخباراتو د مشر په موټر ماین چاودنه شوې چې درې کسان یې وژلي او ۱۴ نور کسان یې ټپیان کړي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي چې په ټپیانو کې یو تن پوځي افسر هم دی.
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلی.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر اوومه هم د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال سید شریف پاچا چې په یوه ټانک کې سپور و، د اندا کوري سیمه کې پرې د سرک غاړې ماین چاودنه کړې وو چې له کبله یې د ولسوال په ګډون څلور تنه وژل شوي ول او دوه تنه نظامیان یې ټپیان ول.
د ذکر وړ ده چې د اکتوبر پر شپږمه هم د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د دې ولایت د ولایتي شورا د رییس په موټر د سرک غاړې ماین چاودنه کړې وه چې د هغه په ګډون په کې درې تنه ژوبل شوي ول.
او د اکتوبر پر پینځمه هم د لغمان د والي په کاروان موټر بم چاودنې اته تنه وژلي ول او ۳۶ نور یې ټپیان کړي ول.