د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرعلي او مومندو کې هدفي برید،دوه تنه وژلي


له وروستۍ پېښې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې ۳۲ هدفي بریدونه ترسره شوي
له وروستۍ پېښې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې ۳۲ هدفي بریدونه ترسره شوي

د شمالي وزیرستانه پولیس چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې بېګا شپه نامعلومو وسله والو د میرعلي په حېدر خېل کلي کې یو ځایي تن پر ډزو وژلی دی او وسله وال په تېښته کې بریالي شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې په تېر نېږدې وخت کې په هدفي بریدونو کې د ځایي خلکو د وژلو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، سږ کال په شمالي وزیرستان کې ۳۲ هدفي بریدونه ترسره شوي خو امنیتي ادارو لا تراوسه د بریدونو تر شا پټ لاسونه نه دي څرګند کړی. خو پولیس وایي، د دغو پېښو پلټنې کوي.

بلخوا د اکتوبر پر لومړۍ نېټه هم د باجوړ په ښار کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې یو ځایي تن وژل شوی دی.

د خار تحصيل اوسېدونکی محمد شعيب په باجوړ کې کاروبار کاو او د عنايت کلا د سوداګرو ټولنې یو فعاله غړی هم وو.

د مومندو پوليسو يو مشر تحصيل ليويز افسر سهېل خان مشال راډیو ته ویلي دوی د پېښې په اړه معلومات پېل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG