د افغانستان په لغمان ولایت کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي مشال راډيو ته وویل چې بېګا شاوخوا اته بجې د لغمان د الینګار ولسوالۍ په قلعټک سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې.
هغه وايي، وژل شوي یوه ښځه او دوه ماشومان دي.
د پېښې درې ټپیان چې ماشومان دي روغتون ته وړل شوي.
د لغمان والي ویاند که څه هم ونه ویل چې دغه مرمۍ د کوم لوري لخوا توغول شوې، خو په سیمه کې وخت ناوخت د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ پر یو بل د بریدونو خبرونه ورکول کېږي.
خو وسله وال طالبان بیا د دغې پېښې مسولیت پر افغان ځواکونو وراچوي او وایي چې هاوان د افغان ځواکونو لخوا توغول شوی دی.