د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اوروزګان کې د نښتو له وجې ګڼ خلک بې کوره شوي


چارواکي وايي نښتې د اوروزګان په دوو ولسوالیو کې شوې دي
چارواکي وايي نښتې د اوروزګان په دوو ولسوالیو کې شوې دي

د افغانستان د اوروزګان چارواکي وايي، د ولایت پر ګیزاب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د بریدونو له وجې شاوخوا ۱،۰۰۰ تنه کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

طالبانو په تېرو ورځو کې د اوروزګان په ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې پراخې حملې کړي او له افغان ځواکونو سره یې نښتې شوي، چې پکې له رپورټونو سره سم، دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اوروزګان د والي ویاند زړګي عبادي د سېپټېمبر ۲۴مې شپې مهال مشال ته وویل چې په ګیزاب ولسوالۍ کې د جګړې له وجې شاوخوا ۱،۰۰۰ کسان دایکنډي ولایت او د اوروزګان مرکز په ګډون نورو ځایونو ته تللي دي.

دی وايي، سلګونه نور کسان په دهراود کې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

عبادي زیاتوي چې د افغان ملي اردو کمانډو ځواک سرتېري وربلل شوي چې سیمه له وسله والو طالبانو پاکه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG