د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېلاروس اپوزېسیون مشره د ملګرو ملتونو بشري حقونو کونسل ته وینا کوي


سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست پر ۲۱مه په وېلنېس کې د خبري غونډې پر مهال
سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست پر ۲۱مه په وېلنېس کې د خبري غونډې پر مهال

د بېلاروس اپوزیشن مشره سوېتلانا تیخانوفسکایا نن د سېپټېمبر پر ۱۸مه د ویډیو کانفرانس له لارې د ملګرو ملتونو بشري حقونو کونسل ته وینا کوي.

اروپايي ټولنې د تېرې میاشتې له ټاکنو وروسته د مظاهرچیانو په وړاندې د حکومت پر ځپونکو اقداماتو د عاجل بحث غوښتنه کړې وه.

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو بشري حقونو څانګې په مشرې مېشیل باچلې غږ کړی چې د بېلاروس حالاتو دې له نېږدې څخه څارنه وکړي چېرته چې د هغوی په وینا زرګونه کسان نیول شوي، سلګونه د پولیسو لخوا ډبول شوي او په پراخه کچه د خلکو شکنجه کولو راپورونه هم دي.

د بېلاروس اپوزیشن سیاستواله سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست د نهمې نېټې له انتخاباتو وروسته له بېلاروسه لیتوانیا ته وتښتېدله.

نوموړې تور پورې کوي چې ولسمشر الېکساندر لوکاشینکا په انتخاباتو کې درغلي کړې او اصلا هغه ګټونکې ده.

نوموړې د سېپټېمبر پر ۱۷مه په یو بیان کې وویل، پر امنیتي ځواکونو غږ کوي چې د اخ و ډب لړۍ دې ودروي او د بېلاروس د خلکو ترڅنګ دې ودرېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې مشره مېشیل باچلې وايي، د لوکاشینکا خلاف الزامونه باید له اسنادو سره وړاندې او پلټنې یې وشي چې په دې توګه له قانونه سرغړونه کوونکي محکمې ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG