د خوست ولایت په کونډیو صحرا کلي کې په واده کې چاودنه شوې چې پکې پېنځه کسان وژل شوي او نهه ژوبل دي.
د خوست عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر ګل محمدالدین محمدي د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، په بېګانۍ پېښه کې د ژوبلو حالت د ډاډ وړ دی.
د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر وايي، چاودنه بېګا شاوخوا ۱۰ نیمې بجې شوې ده.
دی زیاتوي چې بارود په موټرسایکل کې ایښوول شوي ول.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.