د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له ۱۰۰۰ زیاتو چینایانو ته ویزې لغوه کړي


امریکا په تیرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰۰ ډېرو چینايي وګړو ویزې لغوه کړي. انځور له ارشیفه
امریکا په تیرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰۰ ډېرو چینايي وګړو ویزې لغوه کړي. انځور له ارشیفه

امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په حکم له ۱۰۰۰ ډېرو چینايي وګړیو ویزې لغوه کړي دي.

د چین له خوا په هانګ کانګ کې د جمهوریت ځپلو په ردعمل کې ولسمشر ټرمپ د مې پر ۲۹مه اعلان کړی وو چې د هغه چینايي زده کوونکیو او څیړنکارانو ویزې به معطل کوي چې د امریکا لپاره خطر ګڼل کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د سېپټېمبر پر نهمه وویل چې په تیرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰۰ ډېرو چینايي وګړو ویزې لغوه کړي دي.

په ۲۰۱۸-۱۹ز کال کې په امریکايي پوهنتونونو کې نېږدې ۳۷۰،۰۰۰ چینايي زده کوونکي داخل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړی دوی به د هغه چینايي زده کوونکیو او څیړنکارانو هرکلې کوي چې قانوني وي او د چین کمیونسټ ګوند اهداف پرمخ نه وړي.

چین د جون په میاشت کې ویلي وو چې د امریکا له خوا په چینايي زده کوونکیو د محدودیتونو عملي کولو په کلکه مخالفت کوي او په واشنګټن یې ټینګار کړی وو چې د خپل مینځي همکارۍ د ودې لپاره ګامونه پورته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG