د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا تعلیمي ادارو کې به کورونا ټیسټ کېږي


د سوات مېنګورې یوه ښوونځي کې له زده کوونکو ډک ټولګی
د سوات مېنګورې یوه ښوونځي کې له زده کوونکو ډک ټولګی

خیبر پښتونخوا حکومت وايي د سپتمبر په ۱۵مه د ښوونځيوو (سکولونو) د مرحله وار پيلولو وروسته به هره ورځ په تعليمي ادارو کې د کورونا وایرس ټيسټونه کوي. د صوبايي صحت ادارې د کورونا وایرس سره د مبارزې څانګې مشر، ډاکټر اکرام الله خان نن مشال راډيو ته وويل چې د کورونا وایرس د خپريدو مخنيوي لپاره به هره ورځ درې نيم زره کورونا ټيسټونه کوي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه تازه شمېرې خپرونکي حکومتي ویب سايټ ليکلي چې تر ننه پورې په ټول ملک کې دوه لکه اته نوي زره، نهه سوه درې کسان په کورونا وایرس اخته شوي، شپږ زره درې سوه پينځه څلويښت ترې مړه شوي خو دوه لکه شپږ اتيازره ترې رغيدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG