برتانوي پولیس وايي د سیبټمبر پر شپږمه په برمنګهم ښار کې په چړو د کسانو د وهلو د پېښې پلټنې کوي.
د پولیسو په وینا دا پېښه چې د دې ښار د ریستورانتونو او بارونو لپاره مشهورې سیمه کې شوې، پکې یو تن وژل شوی او یو شمېر نور ژوبل دي.
پریس ایسوسي اېشن خبري ایجنسي د غربي میډلېنډز د یو چارواکي په حواله لیکي چې دوی دا د کرکې او ترهه ګرۍ پېښه نه ګڼي.
په برتانیا کې له دې وړاندې هم د چړې وهلو پېښې شوي چې وروستۍ یې د جون په ۲۶ په ګلاسګو ښار کې شوې وه او پکې د یو پولیس واله په ګډون شپږ تنه ژوبل شوي وو.
تیر کال په لندن کې د عامو خلکو په چړو وهلو دوو پېښو وروسته په برتانیا کې سخت امنیتي اقدامات په پام کې نیول شوي وو.
په دغو دواړو پېښو کې ککړ بریدګر وړاندې د عدالت لخوا سخت دریځه ګرځول شوي او بیا له زندانه خوشي کړل شوي وو.