د متحده عربي اماراتو او اسراییلو ترمنځ د پروازونو له پیلېدو سره سم لومړنۍ الوتکه د تل ابیب له بین ګورین هوايي ډګره څخه پورته شوه. دا له هغې درې اوونۍ وروسته ده چې دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کولو لپاره تاریخي معاهده اعلان کړه.
نن د ال اسراییلي هوايي کرښې دا الوتکه ابوظهبي ته پرواز کوي او پکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم او لوړپوړی سلاکار جیریډ کشنر، د اسراییلو د ملي امنیت سلاکار مییر بن شبات په ګډون د اسراییلو او امریکايي چارواکيو پلاوی ناست دی. دوی به په ابوظهبي کې له چارواکیو سره د اسراییل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د همکاری په موضوع د خبرو لپاره ملاقات کوي.
متحده عربي اماراتو د اګست پر ۱۳ اعلان کړی وو چې د امریکا ملاتړ لرونکې موافقې له مخې له اسراییل سره بشپړې ډیپلومیټکي اړیکي جوړوي. په دې تړون کې د اسراییلو تر ولکې لاندې لوېدیځې غاړې د ځینو برخو په هغه هېواد د یوځای کولو پلان ځنډولو په اړه د تل ابیب ژمنې هم شاملي دي.