د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جاپان وزیراعظم شینزو ابې استعفی ورکوي


شینزو ابې له جاپانیو وګړیو بښنه وغوښته چې د وزیراعظم په توګه خپل کار نور نه شي سر ته رسولای.
شینزو ابې له جاپانیو وګړیو بښنه وغوښته چې د وزیراعظم په توګه خپل کار نور نه شي سر ته رسولای.

د جاپان وزیراعظم شینزو ابې د روغتیايي وجوهاتو له کبله د استعفی ورکولو فیصله کړې ده.

ابې په یو بیان کې ویلي چې د جولای په منځ کې یې ستړیا محسوسه کړه.

نوموړی په روانه میاشت (اګست کې) دوه وارې روغتون ته ولاړ او هلته یې د کولمو د یوې ناروغۍ تشخیص وشو.

د اګست پر ۲۸مه د استعفی د پرېکړې د اعلان پر مهال ابې له جاپانیو وګړیو نه بښنه وغوښته چې د وزیراعظم په توګه خپل کار نور نه شي سر ته رسولای.

نوموړي وویل د ده د ځای ناستې فیصله به یې واکمن ګوند لیبرال ډیموکریټیک پارټي کوي.

شینزو ابې په جاپان کې د وزیراعظم په توګه تر ټولو زیاته موده په دې څوکۍ پاتې شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG