د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د یوه تور پوستي د ویشتلو په غبرګون احتجاجونه


دغه احتجاج کینوشا ښار کې د جېکب بلېک په نامه د یو کس تر ویشتل کېدو وروسته پیل شوی.
دغه احتجاج کینوشا ښار کې د جېکب بلېک په نامه د یو کس تر ویشتل کېدو وروسته پیل شوی.

په امریکا کې د پولیسو له خوا د یو افریقايي نژاده امریکايي وګړي د ویشتلو پرضد د اګست پر ۲۷مه پراخ احتجاج شوی دی.

د ویسکونسن په کینوشا ښار کې د بېس بال دوو لوبډلو غړي د احتجاج په توګه له میدانه وتلي دي.

د دوی پر غاړه کمیسونو باندې لیکل شوي وو چې د تورپوستو ژوند مهم دی.

دا له هغه یوه ورځ وروسته ده چې د اګست پر ۲۶مه هم د لوبو یو شمېر سیالۍ پر ځنډول کېدو مجبوره کړل شوې.

د امریکا فوټبال ملي ټورنامنټ لږ تر لږه نهه لوبډلو هم د تمریناتو په نه کولو سره په دې احتجاج کې برخه اخیستې ده.

دا احتجاج له هغه وروسته پیل شو چې د اګست پر ۲۳مه په کینوشا ښار کې د جېکب بلېک په نامه کس وویشتل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال د مې میاشتې پر ۲۵مه د امریکا مینيسوټا ریاست په مینیاپولیس ښار کې د جارج فلویډ نومی یو بې وسلې تورپوستی تن د پولیس لخوا د نیولو پر مهال ووژل شو.

د دغه تن د وژلو وروسته په یو شمېر ښارونو کې خکلو مظاهرې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG