د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس په درغلۍ ترسره شوي انتخابات نه مني: تیخانوفسکایا


سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست پر ۲۱مه په وېلنېس کې د خبري غونډې پر مهال
سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست پر ۲۱مه په وېلنېس کې د خبري غونډې پر مهال

پراګ - په بېلاروس کې د اپوزیشن مشرې سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست نهمې دولسمشریز انتخاباتو نتايجو خلاف په رسمي توګه شکايت درج کړی دی.

نوموړې ویلي دي چې هیوادوال به يې کله هم بيا د ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا مشري قبوله نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلاروس کې د ولسمشریزو انتخاباتو د لانجمنو نتیجو پر ضد ولس او اپوزیشن ډلې لارو کوڅو ته وروتلې دي او له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د مهمو سرکاري کارخانو کارکوونکي د احتجاج په توګه کار ته نه ځي.

د اګست له نهمې راهیسې چې د انتخاباتو په پای کې نظرپوښتنو د لوکاشېنکا د بریا اشاره ورکړه، په بېلاروس کې زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته مخه کړه.

مظاهرين وايي، دغه ولسمشریز انتخابات چې لوکاشېنکا پکې د لوی بريا ترلاسه کولو ادعا کوي پکې درغلۍ شوې دي.

په بېلاروس کې له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې په زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته وتلي دي.
په بېلاروس کې له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې په زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته وتلي دي.

دا مظاهرې د لوکاشېنکا ۲۶ کلنې واکمنۍ پر وړاندې لوی چېلنج دی.

سویتلانا تیخانوفسکایا ویلې دي بايد ولسمشر ته دا خبره واضحه وي چې اوس بدلون ته اړتيا ده.

لېتوانيا ته تر فرارېدو وروسته سوېتلانا د اګست پر ۲۰مه په خپل لومړی خبري کانفرنس کې تمه وښودله چې د ولس غږ به واورېدل شي او نوي انتخابات به وشي. د تېرې اونۍ د لانجمن ولسمشریزو انتخاباتو وروسته نوموړې له هېواده ولاړه.

سوېتلانا تیخانوفسکایا وروسته له هغو بلاروس پريښودو چې داسې راپورونه وو هغې ته او کورنۍ ته يې چارواکو دړکې ورکړي.

البته نوموړې په وېلنيس کې خبريالانو ته ویلي دي چې هغه هېواد ته د ستنېدو پلان لري خو چې کله ځان خوندي احساس کړي.

د نوموړې وکيل د اګست پر ۲۰مه د بېلاروس په سپريم کورټ کې شکايات جمع کړل چې دارنګ د نهم اګست انتخابات لغوه کړي او باطل يې اعلان کړي.

په وروستیو ټاکنو کې د اپوزیشن مشرې سویتلانا څېخانوفسکایا کمې رایې وګټلې خو ویې ویل چې الېکساندر لوکاشېنکا په درغلیو ځان ولسمشر کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG