د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۶۲۶ نوې پېښې ثبت شوي


د سیند په حیدر اباد کې د کورونا وایرس لپاره د ښځې معاینه کېږي
د سیند په حیدر اباد کې د کورونا وایرس لپاره د ښځې معاینه کېږي

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له ۶۲۶ تازه مثبتو پېښو ثبتېدو سره د رسمي پېښو شمېر ۲۸۷،۳۰۰ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اګست تر ۱۴مې په هېواد کې له ناروغۍ ۲۶۵،۲۱۵ رغېدلي خو ورڅخه ۶،۱۵۳ مړه شوي دي.

د پاکستان حکومت د مارچ په نیمايي کې حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړ.

وروسته حکومت په مې کې ځینې کاروبارونه بیا پرانیستل خو رستورانونه، هوټلونه او سیلانۍ سیمې یې تړلې پرېښودې.

بیا حکومت د اګست له اتمې څخه رستورانونو، هوټلونو، پارکونو او سینماګانو د پرانیستلو پرېکړه کړې وه.

خو تعلیمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې بیا خلاصېږي.

د پاکستان هوايي چلند ادارې د اګست پر نهمه نړيوال پروازونه هم بحال کړل.

حکومت دا اقدامات تر هغې وروسته کړي چې په جولای کې د کورونا وایرس ورځنیو پېښو شمېر په کمېدو وو.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۷۶۰،۰۲۲ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ووبپاڼې په وینا، د اګست تر ۱۴مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۱ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۳ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG