په کوټه کې پر یوه دوکان د لاسي بم په برید کې یو ماشوم وژل شوی او پېنځه کسان ژوبل دي.
د پولیسو یوه چارواکي د اګست پر ۱۳مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، وسله والو د اګست ۱۲مې شپې ناوخته پر برووري سړک دوکان ته بم ورواچاوه چې له وجې یې چاودنه وشوه.
د کوټې د سېول روغتون چارواکي وايي، په ژوبلو کې د دوو کسانو روغتیايي حالت خراب دی.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال پر برید خواشیني ښوولې او له پولیسو یې د پلټنو رپورټ غوښتی.
د اعلا وزیر دفتر په بیان کې پولیسو ته امر کړی دی چې د اګست پر ۱۴مه دې د پاکستان د جوړېدو ورځې په مناسبت په کوټه کې امنیتي اقدامات وکړي.