د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین روسیه کې د کورونا وایرس جوړ شوی واکسین تایید کړ


پوتین وايي، د روسیې واکسین د تجربې پر مهال اغېزناکه ثابت شوی
پوتین وايي، د روسیې واکسین د تجربې پر مهال اغېزناکه ثابت شوی

د روسیې ولسمشر وايي، په هېواد کې یې د کورونا وایرس نوی جوړ کړی واکسین د کارونې لپاره رجسټر کړی دی.

دا اقدام پر دې سربېره شوی چې یاد واکیسن په پراخه کچه نه دی تجربه شوی او په اړه یې هېڅ معلومات نه دي خپاره شوي.

ولادیمیر پوتین دا اعلان د اګست پر ۱۱مه په یوه حکومتي غونډه کې وکړ.

ده وویل چې د روسیې جوړ د کورونا وایرس واکسین د تجربې پر مهال اغېزناکه ثابت شوی او د کورونا وایرس ضد په بدن کې اوږدمهاله مقاومت پیدا کولای شي.

روسیه لومړی هېواد دی چې واکسین یې ثبت کړی، خو په هغه هېواد کې دننه او ورڅخه بهر ساینسپوهانو ورباندي انتقاد کړی دی.

دوی پر انسانانو د درېیم پړاو تجربې تر بشپړېدو او د خپلواکو روغتیاپوهانو تر څار او بیاکتنې مخکې د واکسین ثبت پر پرېکړه پوښتنې پورته کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) له معلوماتو سره سم، درېيم پړاو کې عموماً زرګونه کسان شامل وي او ازموینې چې څو میاشتې دوام کوي.

ویل کېږي روسی واکسین پر څه کم ۱۰۰ کسانو تجربه شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG